د قانون پر تطبیق د څار کمېسون موجوده حکومت اساسي قانون ته په نه پاملرنې تورنوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسون پر موجوده حکومت انتقاد وکړ چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په سترو سیاسي مسایلو کې اساسي قانون ته پام نه دی کړی.

د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو د مودې ځنډېدل، د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو په ځنډ سره اعلان او د سرپرستانو له لوري د مهمو ادارو پر مخ وړل د اساسي قانون د نقض روښانه بېلګې بولي.

د دغه کمېسیون مرستیال محمد عارف حافظ چې د چهارشنبې په ورځ یې د اساسي قانون د پنځلسمې کلیزې په نمانځغونډه کې یې خبرې کولې، دغو سرغړونو ته په اشارې وویل:
​”په ځنډ سره د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کول، د ولسوالیو د شوراګانو او د ښاروالیو د انتخاباتو نه کول، د هېواد د اساسي سیاسي کرښو نه روښانه کول، د تقنیني فرامینو له مخې د یو شمېر دولتي ادارو ادغام، د سرپرستانو له لوري د ځینو مهمو وزارتونو او ادارو سرپرستي هغه څه دي چې د اساسي قانون موارد ورسره نقض شوي دي.”

د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون له حکومته د دغه سند له موادو د سرغړونې د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې سرغړوونکو ته دې د قانون په چوکاټ کې سزا ورکړل شي او همداراز یې پر خپل ټاکل شوي وخت د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر ترسره کولو هم ټینګار وکړ.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر بیا غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه تر ټولو ښه وباله او ویې ویل چې په دغه قانون کې په ټولو مدني او د وګړو د حقونو په برخه کې صراحت دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر سیاستوالو او حقوق‌ پوهانو پر حکومت له دې امله انتقادونه کړي وو چې ګواکې اساسي قانون‌ یې تر پښو لاندې کړی دی.

د ملي یووالي د حکومت پر مهال د اجرائیه ریاست جوړېدل، له پنځو کلونو د زیاتې مودې لپاره د ملي شورا د موجوده دورې دوام او یو شمېر نورې سرغړونې هغه څه دي چې پر حکومت‌ یې د خلکو او حقوق‌ پوهانو انتقادونه زیات کړ ي دي.

تر دې مخکې هم په وار وار د اساسي قانون د نقض خبره شوې او سره له دې چې حکومت‌ په یو شمېر مواردو کې دغه انتقادونه پر ځای بولي، خو وایي چې هڅه کوي چې د قانون درناوی وکړي او د هغې په چوکاټ کې چلند وکړي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د غونډې برخه والو ته په خپلو خبرو کې دا ومنله چې حکومت د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پاتې راغلی، خو خلکو ته یې د اساسي قانون د پلي کولو ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه:

“په ټوله کې خپلو هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوو چې د ملي یووالي حکومت له اساسي قانونه د ملاتړ او پلي کولو په برخه کې ژمن دی، خو په دې برخه کې د سپارل شویو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې دي.”

عبدالله عبدالله دا هم وویل چې د انتخاباتو کمېسیون د ښو او رڼو انتخاباتو لپاره د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه شاته کړې ده.

ده زیاته کړه چې په ملي یووالي حکومت کې د اجرائبه ریاست جوړول د څوکۍ او مقام د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د حالاتو یوه اړتیا وه او حکومت هڅه کوي چې له دې سره سره بیا هم د اساسي قانون په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ یوسي.

راپور: فېروزه عزیزي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.