د غزني له اعتراض کوونکو سره د کابل د پلاوي خبرې بریالۍ نه شوې

 

 

تاند- د غزني والي وايي چې په دغه ولایت کې له زرګونو اختجاج کوونکو سره خبرې لا هم روانې دي خو تراوسه پورې بریالۍ شوي نه دي.

د غزني د والي ویندوی ادعا وکړه چې تېره شپه له کابل څخه راغلي پلاوی د مظاهره چیانو له پنځوس تنو مشرانو سره موافقې ته ورسېد خو د ده په وینا ځینې مرموز کسان نه غواړي چې دا مسله په خبرو حل شي.

خو مظاهره چیان، چې نن یې پنځمه ده، د والي د دفتر مخته راغونډ شوي او همداراز یې د کابل- کندهار لار بنده کړې، وايي چې تر هغو به له اعتراضه لاس وانخلي چې د دوی مشروع غوښتنې منل شوي نه وي.

دوی وايي، د شېراباد کلي پر بېګناه اوسېدونکو د حملې او قتل عاملان دې ونیول شي، دوه تنه برمته دې خوشي شي او قاتلان دې په علني محکمه کې محاکمه شي.

چارواکي له دې کبله چې حمله کوونکي په خټه هزاره دي او په پولیسو او اردو کې زیات کسان لري او له بلې خوا هغوی حاضر نه دي چې قاتل یې هم ونیول شي، نه غواړي د قاتلانو د نیولو لپاره له زوره کار واخلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.