د غزني امنیه قوماندان وايي، د غزني په جګړه کې د برخوالو طالبانو اکثره بهرنیان دي

 
تاند- د غزني امنیه قوماندان فرید مشال وايي، په غزني کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د شاملو یاغیانو اکثریت د بهرنیانو دی.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، مشال وویل، په سلګونو طالبان وژل شوي دي.

همداراز په سلګونو طالبان، امنیتي ځواکونه او ملکیان ژوبل شوي دي.

مشال وايي، د امنیتي ځواکونو پر ضد د جنګېدونکو یاغیانو اکثریت د پاکستاني، چیچنیايي او نورو بهرنیانو دی.

راپورونه وايي چې نن پر غزني ښار د طالبانو د یرغل په څلورمه ورځ هم په ښار او شاوخوا سیمو کې یې جګړه روانه ده.

ولسمشر غني نن په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي چې غزني ته به فوراً نور کومانډو ځواک واستوي.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نجیب دانش هم وویل چې غزني ته کومکي ځواک روان شوی دی.
امنیتي ځواکونه د ښار په مهمو واټونو، چوکونو کې ځای پر ځای شوي دي

پرون له غزني ښاره په ځینو ترلاسه شویو عکسونو او ویدیويي تصویرونو کې څرګنده شوه چې امنیتي ځواکونه د ښار په واټونو او څلور لارو کې ځای پر ځای دي او ډېر لږ ملکيان هم لیدل کېږي. خو لا هم غزني ښار له طالبانو بشپړ پاک شوی نه دی.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې طالبانو د غزني اجرستان ولسوالي نیولې ده.

طالبان وايي چې د ولسوالۍ مرکز او دولتي ودانۍ یې نیولي او ګڼ شمېر پولیس یې وژلي دي.

طالبان دغه راز ادعا کوي چې ۲۵ نور پولیس یې ژوندي نیولي دي.

دا ډله همداراز ادعا لري چې د کومانډو یو جزوتام یې په بشپړ ډول له منځه وړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.