د عبدالعلي مزاري د تلین د لمانځلو مراسمو ته نږدې چاودنې شوي

دآزادی راډیو

څو شېبې مخکې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې چېرته چې د دې ښار په لوېدیځ کې د وحدت ګوند د پخواني مشر ..

لنډيز
څو شېبې مخکې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې چېرته چې د دې ښار په لوېدیځ کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري تلین لمانځل کېده چاودنې شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي دا پېښه تأیید کړه، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.
د حزب وحدت مردم افغانستان مشر وايي چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي پېښه نه‌ده.

محمد محقق له پېښې څو ساعته وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا د حکومت کمزورتیا ده او یا هم حکومت له ځینو داسې کړیو «داعش» ډلو سره لاس لري چې په هم‌غږۍ سره‌یې غواړي د خپلو سیاسي رقیبانو پر ضد یې وکاروي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین د لمانځلو په مراسمو کې چې په کابل جوړ شوي وو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر افغان سیاستوالو په‌کې ګډون کړی و.

د غونډې په مراسمو له نږدې ځایه د هاوانونو ډزې وشوې چې غونډه‌یې ګډه وډه کړه.

جګړه چې مرګ ژوبله هم لري، لا هم روانه ده او مسؤلیت‌یې داعش ډلې په غاړه اخیستی.
په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والو اخیستی دی.

د جرمني خبري اژانس وايي چې داعش پر اعماق وېب‌سایټ دا معلومات خپاره کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې په نننۍ حمله کې ۲۲ تنه زخمیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس هم د زخمیانو شمېر ۲۲ او د مړو شمېر ۳ څرګند کړی دی.

په کابل کې د استقلال روغتون مشر حدودالله نوري وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې له ځایه یو مړی او ۱۷ زخمیان وروړل شوي دي.

نوري ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې درې ماشومان دي.

د تلفاتو په اړه ضد و نقیض معلومات خپرېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وايي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې له پېښې چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر مراسمو راکټي بریدونه شوي دي تر اوسه ۳ مړي او ۲۲ ټپیان د کابل ښار روغتونو ته لېږدول شوي دي.

د ښاغلي مایار په وینا په ټپیانو کې درې ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.
په کابل کې د استقلال روغتون رئیس وايي چې د عبدالعلي مزاري په ۲۴ تلین باندې د حملې له ځایه یوازې دغه روغتون ته یو مړی او ۱۷ ټپیان وروړل شوي دي.

حدودالله نوري ازادي راډیو ته وویل چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

ښاغلی نوري زیاتوي:

“تر اوسه ۱۷ ټپیان انتقال شوي، درې ماشومان او یوه ښځه ده، له بده‌مرغه یو شهید لرو، د ټپیانو حالت ښه دی.”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جګړې د مهارولو لپاره ځانګړو ځواکونو هغه کور محاصره کړی چې د مزاري په تلین باندې ورنه د هاوانونو ډزې کېږي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، هغه کس هم نیول شوی چې په هاوان‌یې ډزې کولې او جګړه‌یې رهبري کوله.

دا په‌داسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴ تلین په مراسمو کې په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ګډون کړی وو.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر ویاند په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې په‌دغه پېښه کې د ښاغلي اتمر اته ساتونکي برسېرن ټپیان شوي دي.

نا تأیید شوي راپورونو کې ویل شوي چې د جمهوري ریاست بل کاندید لطیف پدارم هم په‌دغه پېښه کې ټپي شوی، خو تر اوسه کره سرچینو ته پېښه نه‌ده تأیید کړې.

تر اوسه هم کومې وسله‌والې ډلې د دغې حملې مسوولیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.