د طالبانو په زندانونو او توقیف‌خانو کې د بندیانو شکنجه او د «م. م» اندېښنې

دآزادی راډیو

د طالبانو په زندانونو او توقیف‌خانو کې د بندیانو د شکنجه کولو په اړه خپرو شویو راپورونو، د ملګرو ملتونو سازمان اندیښمن کړی دی.

په‌دغو راپورونو کې ادعا شوې چې په‌دغو زندانونو کې ځیني بندیان د ډېرو شکنجو له امله مړه شوي هم دي.

اوس د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، هر فرد یا ډله چې دا شان کارونه کوي، باید قانوني چلند ورسره وشي.

د دغه کمېسیون اجرائیوي رئيس موسی محمودي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له زندانیانو سره باید، د نړیوالو قوانینو او بشري ارزښتونو د خوندیتوب پر اساس چلند وشي.

دی وايي:

“هر فرد چې دغه کار او دغه تحریک ته اقدام او اجازه ورکوي او یا سکوت کوي او د دغه عمل پر وړاندې اقدامات نه‌کوي، په جرم کې شریک او د ملي او نړیوالو محاکمو تر تعقیب لاندې دي.”
ملګرو ملتونو د کره راپورونو پر اساس د طالبانو له لوري له نیول شویو کسانو سره پر ناوړه چلند، شکنجې او په ځینو مواردو کې د هغو پر وژلو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

 

یوناما: طالبان بندیان په خورا بدو شرایطو کې ساتي
ملګرو ملتونو د کره راپورونو پر اساس د طالبانو له لوري له نیول شویو کسانو سره پر ناوړه چلند، شکنجې او په ځینو مواردو کې د هغو پر وژلو ژوره خواشیني څرګنده کړه. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه د

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې او له دوی سره د ناوړه چلند په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه دفتر یا یوناما د موندنو له مخې یو شمېر بندیان چې د طالبانو له زندانونو او توقیف‌خانو نه خوشې شوي، په‌دغو زندانونو کې یې له بندي ملکي او امنیتي کسانو سره د ناوړه چلند، شکنجو او ان د دوی د وژل کېدو خبرې کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا مسئله رد کړې او له غرضه ډکه یې ګڼلې ده.
بل‌خوا د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر له ازادي سره په خبرو کې دا شان چلند جنګي جنایت وباله او ويې ویل، په زندان کې د یو زنداني یوازې ازادي سلبیبږي، خو د نورو ټولو بشري حقونو نه برخمن دی.

دی زیاتوي:

“د طالبانو په څېر جنګې ډلو، نه اوس او نه مخکې، هېڅ‌کله هم کنوانسیونونه او تړونونه نه‌دي مراعت کړي، د جنګي اسیرانو پر وړاندې یې ارزښتونه او قواعد نه‌دي مراعت کړي چې دا تازه مسئله نه‌ده. په خواشینۍ سره په‌دې برخه کې لږ کار شوی دی.”

ښاغلی رنجبر وايي، د سولې په پروسه کې د طالبانو له شاملېدو وروسته، دغه ډله باید په‌دې برخه کې ټول ملي او نړیوال قوانین او مقررات مراعت کړي او له دا شان کړنو لاس واخلي.

له بلې‌خوا د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوې خبري ناسته کې وویل، د طالبانو په ګډون هره ډله چې زندانیان شکنجه او ناوړه چلند ورسره کوي، هېڅ ډول قانون نه مني.

د ده په خبره له زندانیانو سره د طالبانو ناوړه چلند له حقیقته لېرې نه‌دی او افغان حکومت یې هم اندیښمن کړی دی.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.