د طالبانو ميليارد ډالري عايد به د سولې پر پروسې څه اغېز ولري؟

دآزادی راډیو

د طالبانو د مالي او نظامي خپلواکۍ په اړه د ناټو یو پټ راپور!

د شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) دا پټ راپور ښيي چې طالبان د مالي او نظامي امکاناتو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوي دي.

دا راپور چې ازادې اروپا/ ازادي راډیو ترلاسه کړی په‌کې خبرداری ورکړل شوی چې په مالي برخه کې د طالبانو خپلواکي به د دې سبب شي چې دا ډله د سولې له مذاکراتو او د بهرنیو له مرستې وروسته، په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړي.

راپور زیاتوي، د طالبانو مالي خپلواکي کولای شي چې د القاعده په څېر له یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره د دې ډلې اړیکې خوندي کړي.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي، د طالبانو مالي سرچینې د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب تر څار لاندې رهبري کېږي. هغه څېره چې غواړي دا ډله په یوه خپلواک نظامي او سیاسي بنسټ بدله کړي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان دا راپور مني او وايي: “طالبان د نشه‌يي توکو د کښت له لارې هر کال ۱۰ میلیونه ډالر په لاس راوړي. د خلکو او یو شمېر شخصیتونو له تښتونې، په غیر قانوني ډول د کانونو له کېندنې او یو شمېر نورو لارو خپل کلنی عاید پوره کوي. د دې ډلې له‌خوا د نشه‌يي توکو کښت د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې کېږي. حکومت د نشه‌يي توکو د کښتونو له‌منځه وړل او تر خوا یې د دوی د نورو مالي سرچینو وچولو ته د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړی دی. په کلني ډول لسګونه ټنه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل کېږي، د قاچاق لارې بندېږي، خو بیا هم د طالبانو لویه مالي سرچینه د همدې نشه‌يي توکو قاچاق دی.”

د ناټو دا پټ راپور د طالبانو د یو شمېر مهمو مشرانو، د حکومت د لوړپوړو چارواکو او نړیوالو متخصصینو د مرکو او خبرو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي، طالبانو په وروستیو کلونو کې خپل کلنی عاید د نشه‌يي توکو د قاچاق، په غیر قانوني ډول د کانونو له کېندنې او له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو له ادرسه پوره کړی دی.

دا راپور زیاتوي، تېر کال د طالبانو کلنی عاید نږدې ۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو د عوایدو یو بله عمده برخه له خلکو څخه د مالیې په ډول د رشوت اخیستل او همدا ډول د یو شمېر صادراتو لپاره د بازارونو جوړول دي.

راپور زیاتوي، تېر کال دې ډلې د کانونو د کېندنې له لارې ۴۶۴ میلیونه ډالر، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له لارې ۴۱۶ میلیونه ډالر، ۲۴۰ میلیونه ډالر د یو شمېر بهرنیو هېوادونو او خلکو له‌خوا د مرستې په توګه، ۲۴۰ میلیونه ډالر د موادو له صادراتو لکه، مالګې، ډبرو سکرو او د قیمتي ډبرو څخه، ۱۶۰ میلیونه ډالر د مالیاتو له اخیستو او ۸۰ میلیونه ډالر د ځمکې او جایدادونو په سر د معاملې له ادرسه ترلاسه کړي دي.

خو له دې ټولو سره سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په دې اړه جزئیات نه‌ورکوي، خو د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه وايي: “په دې اړه زموږ سیاست روښانه دی، په تېر کې مو هم د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې ده او هغه څه چې په خلکو پورې تړلي، په ټول توان مو هڅه کړې چې مخه‌یې ونیسو. په راتلونکي کې به‌یې هم د مخنیوي لپاره هڅې کوو.”
د ناټو په راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو رهبري په قصدي ډول د هېواد شمال ته لېږدول شوې، څو په غیر قانوني ډول د کانونو له کېندنې څخه څارنه وکړي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نه‌یوازې دا چې دا راپور ردوي وايي، د دې ډلې کلنی عاید د سوداګرو او د خلکو د عشر او زکات څخه تمویلېږي.

د ده په خبره، په جنګي برخه کې د پیسو کم مصرف او تر خوا یې دا چې وسله‌وال‌یې کلنی معاش نه‌لري، د دې ډلې د مالي سرچینو د ډېروالي سبب دی.

په کلني ډول د طالبانو د ۱،۶ میلیارده ډالرو عواید هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا په مې میاشت کې د خپرو شویو شمېرو سره سر خوري.

امنیت شورا ویلي و، د طالبانو کلنی عاید له ۳۰۰ میلیونه ډالرو تر ۱،۵ میلیارده ډالرو رسېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.