د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون ۲۵ وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.
ورځ یکشنبه
۲۶/۱۰/۱۳۹۵
د هلمند موسی قلا ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د طالبانو مهمو قومندانانو او مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې څلور تنه پاکستاني وګړي هم پکې شامل دي.
هوايي برید پرون تر غرمۍ وروسته د موسی قلا ولسوالۍ په «بازار» کې د طالبانو پر یوې مهمې او لويې غونډې شوی دی.
په دې برید کې د پاکستان د استخباراتي شبکې د دوه تنو په ګډون ۱۵ وسلوال مخالفین وژل شوي، چې د طالبانو د والي مالي مسول ملا طاهر، د طالبانو د جلب او جذب مسول حاجي ناصر،د نظامي قطعې مسول حاجي خادم، نهرسراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال حاجي روحاني، د کندهار ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسول ملا صادق آغا، اروزګان لپاره د طالبانود والي مرستیال حاجي خالد او یوشمیر نور طالب وسلوال پکې شامل دي.
په همدې حال کې د یاد هوايي برید په ترڅ کې ۱۵ تنه وسلوال مخالفین ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې دوه تنه هم پکې شامل دي.
د بهرنیو ځواکونو په یاد هوايي برید کې دغه راز د طالبانو ۸ بیلا بیل ډوله موټرې، ۳ هاموي ټانګونه، یو رینجر موټر، ۱۸ میله پیکا، څلور راکټ انداز، ۳ هاوان ، څلورSPG9، او ۲۵ میله کلاشینکوفونه لمنځه وړل شوي دي.
په درنښت
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر
نظرات بسته شده است.