د طالبانو خلاف لومړنی انتحاري برید وشو
تاند- په کندوز ولایت کې یوه انتحاري د طالبانو پر یوه مهم قوماندان برید وکړ او څلور تنه وسله وال طالبان یې ووژل.
د افغان امنیتي چارواکو په وینا دا برید تېره شپه په ارچي ولسوالي کې وشو.
د سپینزر ۸۰۸ زون قوماندان شېر عزیز کامه وال رسنیو ته وویل چې په دې برید کې، چې هدف یې د کندوز لپاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخوند و، څلور طالبان ووژل شول او اخوند ټپي شو.
د کامه وال په وینا حمله کوونکی انتحاري د ننګرهار له اچین ولسوالي راغلی و. په اچین کې د داعش ډله زیاته فعاله ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې ملا عبدالسلام اخوند په ترک کلي کې مېلمه و او همالته پرې حمله وشوه.
تراوسه پوري کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ادعا کېږي چې په وروستیو کې د طالبانو پر ضد دې ته ورته څو نور بریدونه هم شوي خو دا لومړی ځل دی چې رسماً د طالبانو پر ضد انتحاري برید اعلانېږي.
طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ویلي.
نظرات بسته شده است.