د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات تر نامعلومې مودې وځنډېدل

دآزادی راډیو

په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې په باګرام هوايي اډې ددې ډلې د وروستي برید له کبله یو وار بیا تر نامعلومې مودې پورې ځنډیدلې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي زلمي خلیزاد ویلي، طالبان باید وښيي چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنې ته ځواب ویلی شي او ددې لپاره چې طالبان پر دې مهمه موضوع له خپل مشرتابه سره مشوره وکړي د سولې په خبرو کې لنډ ځند راولي.

نوموړي تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي چې د پنجشنبې په ورځ یې له طالبانو سره لیدنه کې هغوی ته پر باګرام د وروستي برید له کبله خپله غوسه څرګنده کړې. په دې برید کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او تر اویاوو زیات نور کسان ټپیان شول.

طالب لوري هم په روانو مذاکراتو کې د ځنډ خبر تایید کړی خو دا یې نه دي ویلي چې ګوندې په باګرام کې وروستي برید چې مسولیت یې دې ډلې پر غاړه اخیستی و، ددې خبرو د ځنډ سبب شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې د پنجشنبې په مازیګر د ملا برادر په مشرۍ د طالب مرکچي پلاوي څو تنو غړیو له خلیلزاد سره کتلي او په دې موافقه شوې چې له څو ورځو وقفې وروسته به خبرو ته دوام ورکوي.

ښاغلي شاهین په خبرو کې د ځنډ دلیل نه دی یاد کړی خو د خبرو فضا یې ښه او مثبته ګڼلې ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې په سیپټمبر میاشت کې هم له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو بهیر له نهه پړاوه مذاکراتو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې کبله لغوه کړ چې طالبانو په کابل کې په یو برید کې یو امریکايي او ۱۲ افغانان ووژل.

په عین حال کې پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې د طالبانو د سیاسي او نظامي مشرانو ترمنځ د سولې او جګړې پر مسئله ژور اختلاف موجود دی.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل پرون پنجشنبې آزادۍ راډيو ته وویل، دا روښانه نه ده چې د جګړې د ډګر طالبان به د سولې په مسئله کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي مرکچیانو پرېکړې ومني که نه.

ښاغلی حقمل وايي، د همدې اختلافونو له کبله د افغانستان حکومت د یو میاشتني اوربند وړاندیز کړی، څو دا خبره واضحه شي چې آیا سیاسي طالبان پر جنګي طالبانو کنټرول لري کنه.

د سیاسي چارو شنونکي نظیم سمون له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د ملي امنیت د شورا اندېښنه پرځای وبلله.

“په قطر کې چې په سیاسي کچه کوم کسان چې دا خبرې پرمخ وړي، له هغو طالبانو سره چې د کوټې په شورا، د میرانشاه په شورا او د پېښور په شورا کې دي ډېر توپیر لري، ځکه هغه ډلې عملا په جګړه کې ښکېلې او د بهرنیو استخباراتو تر مستقیم فشار لاندې دي.”

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند د آزادۍ راډیو دې پوښتنې ته چې آیا د بګرام پر اډې د طالبانو برید به د دوحې په خبرو کې د ځنډ علت وي تراوسه ځواب نه دی ویلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.