د سي آی اې پخوانی رييس وايي، ممکن په افغانستان کې د امریکا حضور څو لسیزې دوام وکړي

 

 

تاند- د سي آی اې پخواني ريیس جنرال دیوید پیترایس وايي، افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د استولو په صورت کې به دا پوځیان څو لسیزې په دې هیواد کې پاتې شي.

پیترایس له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د اوباما پرېکړه وغندله او ویې ویل چې د افغانستان او سیمې لپاره به د امریکا نوې ستراتیژي، چې د ځواکونو د ایستلو لپاره نېټه پکې نه ده ټاکل شوې، نتیجه ورکړي.

د سي آی اې دغه پخواني رييس، چې یوه دوره په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو قوماندان هم و، (لندن ټایمز) ورځپاڼې ته وویل، امریکا او متحدان به یې په افغانستان کې څو لسیزې پاتې شي.

پیترایس، چې په افغانستان، عراق او منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان پاتې شوی، وايي؛ دا احتمال شته چې امریکا د جاپان، جرمني او جنوبي کوریا په شان په افغانستان کې دایمي حضور ولري.

د ده په باور په افغانستان کې د امریکا په دایمي حضور کې د پام وړ ملي ګټې شاملې دي او له همدې کبله له افغانستان سره د امریکا اوږدمهالې ژمنې ځانګړی اهمیت لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.