د سي آی ای پخوانی مشر وايي، افغانستان بلې کورنۍ جګړې ته داخلېدونکی دی

 

تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د سي آی ای پخواني مشر جنرال ډیویډ پټریاس له هیل تلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل دا هېواد به د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي.

جنرال پټریاس ویلي، دی له سولې وروسته د طالبانو په نیت شکمن دی او ورسره پوښتنه موجوده ده که امریکا له افغانستان څخه وځي، نو دا هیواد به څرنګه اداره کېږي: (( زه په هر ډول وضعیت شکمن یم، د شوروي له وتلو وروسته هم افغانستان دا ډول یو حالت تجربه کړی و.))

ښاغلي پټریاس د کورنیو جګړو مهال د افغانستان توره تاریخي دوره بللې او زیاته کړې یې ده چې باور لري که امریکا له افغانستان څخه ووته، دا هېواد بېرته خپل تیاره ماضي ته ورګرځي.

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې طالبان او امریکا د سولې د هوکړې په ۹۰مه دقیقه کې سره مخالف شول او امریکا له طالبانو سره خبرې وځنډولې.

د هوکړې له مخې امریکا باید په ۱۳۵ ورځو کې خپل ۵۴۰۰ سرتېري له دریو اډو څخه ایستلي او پاتې پروسه یې باید په ۱۶ میاشتو کې بشپړه کړې وای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.