د سولې کاروان استازي د هند د سولې انسټیټیوټ او بروکسل کنفرانس کې ګډون کوي

دآزادی راډیو

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې کاروان استازي د هند د سولې انسټیټیوټ او بروکسل په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې د ولسي کاروان غړي وايي، ټاکل شوې چې له دې وروسته د سولې غږ له افغانستانه بهر پورته کړي.

د دغه کاروان مشر اقبال خیبر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې د هند سولې انسټیټیوټ او په بروکسل کې غونډو ته هم دعوت شوي دي.

نوموړي همدا شان زیاته کړه چې په راتلونکو دوو ورځو کې به ختیځو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.
ښاغلي خیبر زیاته کړه:

“شاوخوا ۱۵ ورځې وروسته به په ختیځ طرف چې په هغه کې لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو شامل دي، سفرونه پيل کړو، له دې سره په خوا کې هغه انسټیټیوټونه چې د سولې لپاره کار کوي، له هغې جملې په هند کې د ځوانانو یو حرکت او له دې سربېره د بروکسل ناستې ته هم دعوت شوي یو، په همدې غونډه کې به ګډون وکړو چې د افغانانو غږ اروپایانو او ناټو غړیو هېوادونو ته ورسوو.​”

ښاغلی خیبر زیاتوي چې یو شمېر نورو انسټیټیوټونو ته چې په امریکا او اروپا کې د سولې لپاره کار کوي هم دعوت شوي دي.

د سولې کاروان وروسته له هغې رامنځته شو چې د تېرې روژې په میاشت کې په هلمند کې په یوه انتحاري حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند د سولې کاروان وایي، دولت ورسره د اوربند ژمنه ماته کړه
د دغه کاروان غړي په تېرو شپږو میاشتو کې په ۱۴ ولایتونو کې کله پلي او کله پښې ابلې وګرځېدل چې هدف یې د افغانانو، د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیانو سولې ته رابلل یاد شوي دي.

د سولې ولسي کاروان ولایتونو ته له سفرونو سربېره په کابل کې د امریکا، روسیې، بریتانیا، پاکستان، ایران سفارتونو او ملګرو ملتونو دفتر مخکې ته د پرلت خیمې ووهلې.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هر هغه ولسي حرکت چې د سولې پروسه چټکوي هرکلی یې کوي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

سید احسان طاهري

“د سولې عالي شورا لکه تل یې چې ویلي، هر هغه ولسي حرکت چې د سولې پروسه چټکوي او د افغانانو ترمنځ د سولې د سفیرانو په توګه د سولې غږ تقویه کوي هرکلي یې کوي.”

د دغه کاروان غړي وايي چې د خپلو سفرونو په جریان کې یې موندلې چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي او د دوی په خبره چې طالبانو هم د تېر په پرتله سولې سره علاقمندي زیاته شوې ده.

راپور: رحمت‎الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.