د سولې ولسي حرکت په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته پرلت وهلی

 

دآزادی راډیو

د سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر مخ ته پرلت وهلی.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته یې د دې لپاره د پرلت خېمه وهلې چې د دوی په وینا، یاده اداره د هغو هېوادونو لاسونه ورلنډ کړي چې د خپلو اهدافو لپاره افغانان قربانوي.

د دغه حرکت ویاند بسیم الله وطن دوست د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی له ملګرو ملتونو اساسي غوښتنې لري.
دی وایي:

“موږ د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته راغلي یوو، دلته به موږ درې ورځې ناست یوو، په دغه موده کې به زموږ پوښتنې د نړۍ هر فرد ته راجع وي چې ولې په دغه ۱۷ کلنه موده کې د ملګرو ملتونو د دفتر مسؤلین نه دي توانېدلي چې د افغانستان په خاوره کې امن او ثبات راولي؟”

د سولې ولسي حرکت څه موده مخکې په هلمند کې له یوې انتحاري حملې وروسته چې مرګ ژوبله یې هم درلوده، رامنځته شو.

له دغه حرکت سره پر هلمند سربېره، د کندهار، زابل، غزني او میدان وردګ یوشمېر ځوانان ملګري شول او له شااوخوا ۷۰۰ کیلومتره پلي مزل وروسته تېره اوونۍ کابل ته را ورسېدل او د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې اوربند او سولې ته غاړه کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني له دوی سره په لیدنه کې وویل، د وسله والو طالبانو د توافق په صورت کې چمتو دی چې یو کال اوربند وکړي.

د سولې ولسي حرکت له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، خو تېره ورځ وسله والو طالبانو د سولې په اړه د دوی غوښتنه رد کړه.

د دغه حرکت غړي وايي، دوی په پلان کې لري چې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته له درې ورځني پرلت وروسته به، په کابل کې د امریکا، روسیې، ایران او پاکستان سفارتونو ته چې د دوی په وینا د جګړې په تمویل تورن دي، د پرلت خېمې ووهي.

د نړیوالو چارو یوشمېر افغان کارپوهانو له هغې ډلې انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل چې ملګرو ملتونو د ډېریو هېوادونو جګړې د خبرو له لارې حل کړي او که وغواړي، نو په افغانستان کې هم سوله او امنیت راوستلای شي.

ښاغلی خادم سپارښتنه کوي چې د سولې د ولسي حرکت غوښتنې باید پلان شوې، منطقي او مستدللې وي.
نوموړي وویل:

“دا د افغانستان د مطلق اکثریت یوه وړه کتله ده چې د عامو خلکو د افکارو ترجماني کوي، مهمه داده چې دغه پرلت د ملګرو ملتونو دفتر مخ ته له کوم پیغام سره کیني او کومې غوښتنې لري، له چا سره خبرې کوي او څومره یې پیغام جدي او واضح دی، دغه پرلت حتمن تاثیر لري، ملګري ملتونه نه یوازې د افغانستان په قضایاو کې ښېکل دي، دوی که د جګړې جواز ورکولای شي، سوله هم راوستلای شي.”

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، سوله د افغانانو اړتیا ده او له عامو خلکو یې وغوښتل چې له دغه سوله ییز ولسي حرکته ملاتړ وکړي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.