د سولې ولسي حرکت: ملګری مو د طالبانو د شکنجې له امله ومړ

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې ولسي حرکت ادعا کوي چې د دوی یو غړی استاد غلام سرور غفاري د طالبانو له لوري د شکنجې له امله د معدې په سرطان اخته او په هند کې د پنځو میاشتو درملنې وروسته وفات شو.

د دغه حرکت مشر اقبال خیبر د پنجشبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته نږدې په تیزني سیمه کې د دغه حرکت څلور تنه غړي طالبان له ځان سره د پنځو ورځو لپاره وړي وه او هلته یې شکنجه کړي دي.

هغه زیاته کړه: “هلته د اوسېدو ځای ډېر خراب و، هغې خونې کړکۍ نه یوازې یوه دروازه درلودله، هغه به هم تل بنده ساتل کېده استاد غفاري په هماغه وختو کې تازه د زړه عملیات هم کړی وه، په هغې خونه کې چې خځندې یې هم درلودې او ناپاک ځای و، استاد غفاري به تل د اکسیجن له کمښت سره مخ کېده او بیا مو په ځلونو غږونه کول تر هغه چې د یو څو دقیقو لپاره به یې دروازه موږ ته خلاصه کړه، دا د طالبانو له لوري مطلقه شکنجه او زندان و، یوازې استاد غلام سرور غفاري نه بلکه ماته هم هلته زیاتې روغتیایي ستونزې پیدا شوې.”

ښاغلی خیبر وایي، نه یوازې دوی بلکې د دغه حرکت دوو نور غړي احمد جان صدیقي او حاجي وزیر منګل هم د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري له ورته چلند سره مخ شوي چې د ناسم روغتیایي وضعیت له امله اوس هم تر درملنې لاندې دي.

د ښاغلي د خیبر په خبره، د سولې ولسي حرکت تېر کال د روژې په ۲۵ مه د هملند له مرکز لښکرګاه د موسی کلا په لوري حرکت وکړ او غوښتل یې چې د خپلو چارو د بې پرې توب او طالبانو سره د سولې اړوند مفاهمه وکړي چې د دغه حرکت له شمېره د غلام سرور غفاري په ګډون څلور تنه غړي یې طالبانو له ځان سره یوړل او په تیزني سیمه کې یې د پنځو ورځو لپاره وساتل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې د سولې ولسي حرکت دغه ادعاوي رد کړې او ویې ویل چې دغه حرکت له طبیعي ناروغۍ سیاسي ګټه اخلي او تور پورې کوي.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې د سولې ولسي حرکت فعالیتونه ورته د ډاډ وړ نه دي او هڅه کېږي چې د دوی پر ضد وکارول شي.

خو د سولې ولسي حرکت د خپلو فعالیتونو د بې پرې توب خبره کوي.

له دې سره د افغانستان د بشر د حقونو سازمان وایي چې افغان حکومت او طالبان باید دغه موضوع په جدي ډول وڅاري.

د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وايي: “له داسې یو حرکت سره چې غوښتنه یې سوله ده، د سولې لپاره هڅې کوي او ملکیان دي، د وسله والو ډلو دا ډول چلند مو مخکې هم غندلی او اوس یې نه یوازې دا چې غندو بلکه غوښتنه مو دا ده چې عاملین یې ونیول او سزا ورکړل شي.”

د ښاغلي لعل په خبره، د وسله والو له لوري دا ډول چلند د سوله غوښتونکو او مدني ډلو پر فعالیتونو به منفي اغیز ولري.

د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ له کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.