د سولې غوښتنې پرلتونو د جګړې خلاف څومره ذهنیتونه پياوړي کړي!

 

دآزادیراډیو

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د امن او ثبات لپاره د پرلت د خېمو ګډونوال وايي، غږ یې د جګړو خلاف ذهنیتونه پیاوړي کړي دي.

پر افغان خاوره د امن او سولې لپاره په یوه وخت کې یو غږ او یوه غوښتنه، خو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو، قشرونو او قومونو لخوا.

په جګړو کې پر ښکېلو خواوو د اوربند دا غږ میاشت وړاندې له مرکز کابل څخه پیل شو، خو اوس له کابله تر زابله، له هلمنده تر کندزه، له ننګرهار نه تر کندهاره له بغلانه تر لغمانه او له پکتیا، تر خوست، غزني، کونړ، بلخ، هرات او نورو ولایتونو رسېدلی.

په هرات ولایت کې پر افغان خاوره د امن او ثبات د ټينګښت لپاره د پیل شوي اعتراض یوه تنظیمونکي فقیر احمد بیانګر ازادي راډيو ته وویل چې جګړو د خلکو حوصله ختمه کړې او دغه ولسي حرکت خورا ښه ملاتړ تر لاسه کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:

“په دغه اعتراضیه ناسته کې د ټولنې د هره طبقې وګړي او هغه کسان چې پر افغانستان یې زړه سوځي ګډون لري، زموږ ټینګار پر دې دی چې په جګړه کې ښکیلې خواووې سولې ته غاړه کېږدي او افغان وژنه نوره بس کړي.”

دی وايي، دا حرکت به تر هغې دوام وکړي تر څو يې په جنګ کې ښکیلې خواووې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي.

په روانه حمل میاشت کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ور هاخوا په یو بهرنیو هېوادونو لکه سویډن، اسټرالیا، جرمني او د امریکا په واشنګټن کې هم هلته د مېشتو افغانانو لخوا په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ او د دغو پرلتونو په ملاتړ غونډې وشوې.

له دې سره د کندز په هغه څلور لارې کې چې د جګړو خلاف او د سولې په ملاتړ اعتراضیه خېمه درول شوي په کوم ځای کې چې شااوخوا دوه کاله وړاندې د کندز د سقوط پرمهال د وسله والو طالبانو بیرغ رپېده.
د دغې خېمې یوه ګډون کونکي عزت الله حبیبي ازادي راډيو ته وویل چې دلته هر جنګ ځپلي او دردېدلي افغان خپل درد راوړی او د ستونزو پر حل مشورې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

“د دغې خېمې څخه د سولې خبرې د مخالفینو سره هم کېږي او د هغوی پیغام هم اورو او ډاډمن یو چې د دوی پیغام به هم راشي موږ هیله من یو چې له دغه حرکت څخه ښې نتیجې تر لاسه کړو او سولې ته ورسېږو.”
له دې ټولو سره سره اوس پوښتنه دا ده چې د نږدې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته دغو ناستو او پرلتونو څه پایله هم ورکړې او کنه؟

د هلمند د پرلت د خېمي یو تنظیمونکی اقبال خیبر وايي چې دغه حرکت د جګړو خلاف ذهنیت جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

“موږ اوس په تېرو څه باندې شلو ورځو کې دې ته رسېدلیو چې په ذهنونو کې د جګړې د له منځه وړلو لپاره بستره هواره کړو، دواړه لوري هم نرم شوي او موږ په سیمه ییزه کچه ډېرې ښې نښې نښانې او شنه څراغونه تر لاسه کړي دا وخت خبره یوازې اوس د دوی مشرانو ته پاتې ده.”

دی وايي، په تېرو ۱۷ کالونو کې باور کول ډېر زیانمن شوی دی، خو د ده په وینا دغه ولسي حرکت دا ارزښت بېرته ژوندی کړی او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د لویو غونډو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.