د سولې شورا: طالبانو ته د ځینو سیمو سپارل د سولې په طرحه کې شامل نه دي
دازادی راډیو
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبانو سره د سولې طرحه همغه ده، کومه چې په دې ورستیو کې د ولسمشر غني له خوا دوی ته وړاندیز شوه.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۸ مه» ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته د سولې د سیمو په نوم د ځینو ځایونو سپارل په دغه طرحه کې نه دي شامل.
نوموړي زیاته کړه:
“په دې اړه هېڅ بحث نه شته چې ځينې سیمې یا ځينې ولایتونه د امن ځایونو په نوم طالبانو ته وسپارل شی، د افغان ملت غږ همغه اووه مادې دي چې د ولسمشر له خوا وړاندې شوې.”
افغان ولسمشر محمد اشرف غني شااوخوا درې اوونۍ مخکې د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وویل چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو ته حاضر دی.
د ښاغلي غني په خبره، که طالبان سولې ته حاضر شي، حکومت چمتو دی چې دغه ډله د یوه سیاسي اړخ په توګه ومني.
ښاغلي غني دغه شان وویل چې طالبان باید حکومت په رسمیت وپېژني او له سولې سره د د یو ځای کېدو په صورت کې به د دوی امنیت خوندي وي.
خو ښاغلي غني په دې اړه چې ګوندې یو شمېر ځایونه به د امن د سیمو په نوم طالبانو ته وسپارل شي، څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ډله دوی ته په دې نوم د ځینو ولایتونو د سپارلو له طرحې سره مخالفه ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا طرحه د افغانستان د وېش په معنا ده.
د راپورونو له مخې، مخکې تر دې داشان یوه طرحه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا مطرح شوې وه.
د حزب اسلامي د رسنیز ټیم یو غړی فضل غني حقمل په دې اړه وايي، ، ښاغلي حکمتیار مخکې تر دې حکومت ته وړاندیز کړی و چې یوه سیمه دې د غیر جنګي سیمې په توګه اعلان او ملکي مسؤلین دې د دواړو خواوو په مشوره وتاکل شي.
د ښاغلي حقمل په خبره، د ا طرحه داسې وه چې طالبان او کورنۍ به یې دغې سیمې ته راشي او بیا به په کابل کې د سولې د خبرو لپاره ځان ته دفتر پرانیزې.
دی وایي:
“دا په دې معنا نه ده چې طالبانو ته دې امتیاز ورکړل شي او یا هم خدای مه کړه افغانستان وویشي، دا د بحران د هواري لپاره یوازنۍ معقوله او اسانه لار ده چې د حزب اسلامي د مشر له خوا وړاندیز شوې ده.”
نوموړی وايي چې دا طرحه په رسمي ډول دولت ته نه ده سپارل شوې.
ښاغلی حقمل له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
نظرات بسته شده است.