د سولې شورا: د ملابرادر خوشې کېدل به د سولې په برخه کې ګټور تمام شي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د طالبانو د لوړپوړي قوماندان ملابرادر سوابقو ته په کتو هیله شته چې د نوموړي خوشې کېدل به د سولې پروسې په برخه کې ګټور تمام شي.

وروسته له هغه چې د پاکستان له لوري د طالبانو د لوړپوړي قوماندان ملاعبدالغني برادر د خوشې کېدو راپورونه خپاره شول، د افغانستان د سولې عالي شورا د دې اقدام هرکلی وکړ.

د دغې شورا یوه غړي قاضي محمدامین وقاد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۳» له ازادي راډیو سره په خبرو کې ملا برادر هغه کس وباله چې کولی شي د سولې په پروسه کې داسې منځګړی وي چې هم طالبان او هم نړیوال اعتماد ورباندې وکړي.
وقاد زیاته کړه:

“موږ د دې خبرې استقبال کوو. هر هغه افغان چې په پاکستان کې په هر قید کې چي وي موږ یې د خلاصون غوښتنه کوو. ملا برادر اعتبار لري. هم د سوابقو، هم په قومي او هم له‎دې اړخه چې هغه په‎دې تورن و چې د افغانستان د قضیې سوله‎ییز حل‎یې غوښت. نو پر همدې مسئلې مجازات شو. دی به یو له هغو کسانو وي چې طالبان او نړیوال اعتماد ورباندې کولی شي او هغه د یوه منځګړي په توګه رول ادا کړي. دا هیله شته.”

په هغو راپورونو کې چې د اکتوبر ۲۴ خپاره شوه د لوړ پوړو استخباراتي چارواکو په حواله ویل شوي چې ملا عبدالغني برادر په لوړه سطح تر مذاکراتو وروسته خوشې شو.

ځینې راپورونه د هغه خوشې کېدل د امریکا له هغو هڅو سره تړي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د بیا را ژوندي کېدو په اړه یې کوي.

په‎دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، افغانستان، پاکستان، قطر، سعودي عربستان ته سفرونه وکړل او د سولې پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د سولې شورا: د طالبانو د استازو او د خلیلزاد کتنه مهم پرمختګ دی
دغه راز د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم په‎دې وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی. قطر یوازینی هېواد دی چې د طالبانو سیاسي دفتر ته ېې ځای ورکړی دی.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي و چې ملا برادر د هغه د ناروغۍ له کبله نه‎دی خوشې شوی.

دغه سرچینه زیاتوي چې په حقیقت کې پاکستان هم غواړي نوموړی د سولې په خبرو کې رول ولوبوي.

په همدې حال کې د طالبانو ځینو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې ښایې نن پنجشنبه د طالبانو درې نور طالب مشران لکه ملا عبدالصمد ثاني، ملا سلیمان اغا او ملا محمد رسول هم د پاکستان له بنده خوشې شي.

تراوسه د افغانستان او پاکستان حکومتي چارواکو په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، که طالبان سولې او تفاهم ته چمتووالی وښیې، نو د افغانستان د سولې په ستراتیژۍ کې داسې څه شته چې له نړیوالو وغواړي چې د طالبانو نومونه له تورو لېستونو وباسي او یا له پاکستانه د نوروطالب مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
راپورونه: د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشې شوی
قاضي محمد امین وقاد وویل، داسې وړاندیز مخکې د پاکستان حکومت ته شوی و، خو سولې ته د طالبانو د نه چمتوالي له کبله هغه غوښتنه بېرته پاتې شوه. ښاغلي وقاد په دې اړه نور جزئیات ورنه‎کړل.

ملا برادر چې د طالبانو یو له بنسټ ایښودونکو څخه بلل کېږي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان په جنوبي برخو کې د پوځي عملیاتو مسوول و، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم افغان حکومت څو ځلي له پاکستانه د طالب مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.