د سولې شورا د طالبانو له خوا له امریکا سره د سولې د خبرو ردول جدي موضوع نه بولي

 

دآزادی رآدیو

د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو له خوا له امریکا سره د سولې د خبرو اترو ردول دومره جدي موضوع نه بولي.

د طالبانو له خوا امریکا سره د سولې د خبرو اترو له ردولو وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا دغه موضوع عادي بولي او وايي چې که امریکا په خپلې دغې ارادې کې رښتینې وي، نو د دې مسئلې حل ته به لار وګوري.

د دې شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښايي ډېر ژر بیا د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
نوموړي زیاته کړه:

“د دوی خبرې نه بندېږي او بیا به سره خبرو ته کیني، زما په نظر دا موضوع دومره جدي نه ده، که په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د امریکا اراده رښتیني وي، نو هغه به د هر بندبست لپاره يوه حل لاره ګوري.”

ښاغلی دین محمد وايي، د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پرمهال د خنډ او ځنډ رامنځته کېدل معمول خبره ده چې د سولې پر بهیر کوم ځانګړی اغېز نشي لرلای.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د يوې اعلامیې په خپرولو سره د روېټرز او يو شمېر نورو رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه بللي چې په کې ویل شوي وو، ښايي طالبان د امریکايي چارواکو سره د سولې د خبرو اترو نوي پړاو ته داخل شي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د سولې او نورو لویو مسايلو په اړه به د دوی دريځ د رسمي اعلامیو له لارې شریک شي.

نوموړي له رسنیو غوښتي چې د طالبانو د رسمي دریځ د پوهېدو لپاره دې د دوی له رسمي منابعو سره اړیکه ونیسي او د غربي رسنیو په ناسمو راپورونو دې اتکا نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې يو شمېر سرچینو د طالبانو په حواله خبر ورکړی و چې دغه ډله له امریکا سره د سولې مذاکراتو لپاره تیاری نیسي.

له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر استازو په قطر کې د ځينو امریکايي چارواکو سره کتلي وو چې دغه لیدنې کتنې تأیید شوې هم دي، خو افغان حکومت ویلي چې دا خبرې رسمي نه‌ دي او دا د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابروي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته خوشبیني ښودلې وه او ویلي یې وو چې د دغې لړۍ دوام به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم خبرو ته زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو يو شمېر افغان کارپوهان بیا د طالبانو دا تازه اقدام د زیات امتیاز ترلاسه کولو او ځان پياوړي ښودلو په مانا بولي.
له دې ډلې انتظار خادم په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

“مانا دا ده چې يا طالبان او يا هم د امریکا حکومت غواړي چې له مقابل لوري ښه امتیازات واخلي او يا هم ځان پیاوړی وښيي، نو د سولې له بهیره وځي، طالبان به بیا سولې ته راځي، بیا امریکا شاته کېږی، د افغانستان حکومت به انتقاد کوي، خو بالاخره ټول به سره کیني او سوله به راځي.”

ښاغلی خادم وايي، د طالبانو له خوا له امریکا سره د خبرو ردول کومه نوې او جدي خبره نه ده، بلکې دا يو نورمال بهیر دی چې وروسته کېدل او مخته کېدل په کې دي.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.