د سولې د مشورتي لویې جرګې ښځینه غړې: تمه ده چې دا جرګه ښه پایله ولري

 

د سولې د مشورتي لویې جرګې یو شمېر ګډونوالې ښځې وایي، تمه لري چې دا جرګه به د افغانستان د سولې لپاره ګټوره تمامه شي.

د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو ته یوازې سبا ورځ پاتې او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او سیمو ورته د نارینه وو تر څنګ ډېر شمېر ښځې هم راغلي دي.

رحیمه نیازۍ چې دغې جرګې ته د پکتیا له سید کرم ولسوالۍ راغلې، وایي چې هیله منده ده چې دا جرګه له طالبانو سره د سولې په برخه کې ګټوره تمامه شي.

دې وویل:

“ولسونه د هېواد له ۳۴ ولایتونو په ډېره لېوالتیا راغلي، موږ هیله مند یوو چې دا جرګه به یو څه مثبته پایله ولري.”

رحیمه وایي، تر دې وړاندې د زلمي خلیلزاد په ګډون په دوحه او ابوظبي کې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې په اړه بحثونه شوي، خو پایلې یې نه دي معلومې.

نوموړې وايي، کېدای شي چې د سولې مشورتي لویه جرګه اغېزمنه تمامه شي.

لیلا د نورستان له نورګرام ولسوالۍ د دغې جرګې غړیتوب لري.

لیلا وايي:

“په دې هیله له لېرې ولایت نورستانه راغلې یم چې په افغانستان کې سوله راشي، موږ باید خپل غږ پورته کړو چې سوله غواړو، نوره جګړه بس او د زغم وړ نه ده، هلته په نورستان کې وضعیت خراب دی، ښځې نشي کولای چې په اسانه او ازاد ډول ژوند وکړي.”

دغه ښځې چې یو شمېر یې چادرۍ او برقې لري، وايي چې له لېرو لارو او له ګڼو ستونزو سره سره په دغه جرګه کې ګډون ته راغلي دي.

ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ثور په نهمه نېټه په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې جوړه شي.
د جرګې د جوړوونکو په خبره، په دې جرګه کې به تر ۲۵۰۰ پورې کسان برخه واخلي چې ۳۰ سلنه به یې ښځې وي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د نوم لیکنې د برخې مسؤل اسدالله زمري له ازادي راډيو سره په خبرو کې د شنبې د ورځې تر سهاره د ثبت شویو ګډنوالو د شمېر په اړه وویل:

“درې ورځې کېږي چې د نوم لیکنې پروسه پیل شوې، تر پرونه شااوخوا ۱۶۰۰ کسان راجستر شوي وو، نن هم تر دې دمه له ۵۰۰ زیات کسان ثبت شوي، زموږ مراجعین او مېلمانه نور هم راروان دي، هیله مند یوو چې خپل نصاب پوره کړو او ټول خلک په کې ګډون وکړي، تر دې دمه ۲۰۰ کسان ثبت شوي، د ښځو اټکلي شمېر تر دې دمه ۲۰ سلنې ته رسېدلی چې باید ۳۰ سلنه پوره کړي.”

د سولې د مشورتي لویې جرګې لپاره په کابل کې جدي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

خو له دې ټولو هیلو او تیاریو سره سره دغه جرګه د یو شمېر سیاسيونو په ځانګړي ډول د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د اکثرو کاندیدانو له مخالفتونو سره هم مل ده.

کابل د شنبې په ورځ هم په دې اړه د یوې اعتراضیه غونډې شاهد و.

د غونډې دوه تنه جوړوونکي صفي الله سلطاني او سید معروف جاهد وایي:

“په هېواد کې هر ډول نمایشي او بې ګټې کړنې لکه د سولې مشورتي جرګې جوړېدل، تحریموو او په دغه پروسه کې د رښتینو اقداماتو غوښتونکي یوو او له ټولو خلکو غواړو چې زموږ د عدالت غوښتنې غږ بدرګه کړي او د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړي.”

“دا ټکی باید هېر نه کړو چې افغان ولس سولې ته اړتیا لري، خو نمایشي او کمپایني سولې ته نه، ټولو خلکو ته پته ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه د یوه ځانګړي انتخاباتي ټیم د کمپاین لپاره ده.”

دغه مدني او سیاسي فعالان د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل یوازې د یو انتخاباتي ټیم په ګټه بولي او وایي چې د حکومت بودجه د یو مشخص کس (د ولسمشر) د انتخاباتي کمپاین په ګټه لګول کېږي.

خو د جرګې جوړوونکو تمه ښودلې چې د تحریکوونکو قناعت به خپل او دوی به هم په جرګه کې ګډون وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.