د سولې د مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي وټاکل شول

دآزادی راډیو

له دوو ورځو کار او بحثونو وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي غړي د سې شنبې په ورځ ناوخته وټاکل شول.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون چارواکو پرون تر ټاکنو وروسته د جرګې د رئیس لپاره پنځه مرستیالان او پنځه تنه منشیان اعلان کړل.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل وویل چې محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د مشورتي لویې جرګې د مرستیالانو په توګه انتخاب شوي دي.

همدارنګه رفیع‌الله حیدري، موسی رحیمي، عرفان‌الله، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د دې جرګې د منشیانو په توګه غوره شوي دي.

تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د مشورتي جرګې د ۵۱ کمېټو لپاره مشران او منشیان ټاکل شوي او دې کمېټو خپل بحثونه پیل کړي وو.

د سولې مشورتي لویې جرګې هره کمېټه ۸۱ تنه غړي لري.

دا چې د دې څلور ورځنۍ جرګې نیمايي وخت د جرګې د اداري پلاوي په ټاکلو او ابتدايي چارو ولګېد، دا اندېښنې شته چې ښايي د سولې په تړاو د اصلي بحثونو لپاره وخت کم پاتې شي او جرګه ښايي څو نورو ورځو ته وغځېږي.

د جرګې یوې غړې لینا شېرزاد وویل:

“که وضعیت همداسې روان وي او هر څوک په خپل زړه کار وکړي، د دې ډېر احتمال شته چې دغه جرګه وغځېږي.”

خو د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د لویې جرګې کارونه د مهالوېش سره سم روان دي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 17 June 2014

دی زیاتوي:

“تر اوسه خو موږ له مهالوېشه وروسته نه‌یو پاتې، خو که اړتیا وه بیا به د جرګې مشر او اداري پلاوی تصمیم ونیسي.”

ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې د جرګې د کمېټو د مشرانو تر ټاکل کېدو وروسته یادو کمېټو عملاً کار پیل کړی دی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون چارواکي وايي چې نن چهارشنبه به د جرګې غړي په خپلو اړوند کمېټو کې پر ټاکلو مسئلو بحثونو ته دوام ورکړي.

دوی تمه لري چې د پنجشنبې د ورځې تر پایه به وتوانېږي چې د روانې مشورتي لویې جرګې نتایج سره راټول او جرګه بشپړه کړي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانیستل شوه.
په‌دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې ۳۰۰ تنه‌یې مېلمانه او پاتې یې غړي دي.

د جرګې غړي به په بېلابېلو کمېټو کې له طالبانو سره د سولې پر شرایطو او څرنګوالي په ټاکلو برخو کې بحثونه کوي او وروسته به‌یې د جرګې په عمومي غونډه کې شریکوي.

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

بل‌خوا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو ځینو نوماندانو دا جرګه نمایشي او د ولسمشر غني ټاکنیز کمپاین بللیې.

دې نوماندانو د سې شنبې په ورځ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د مشورتي لویې جرګې په هېڅ غونډه کې به برخه وانه‌خلي.

تازه سر ته راوله زاړه سر ته راوله
۱۶:۵۰
د اتو میاشتو امېدوارې مېرمنې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په‌دې هېله ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې رالوی شي.

مېرمن مینا احمدزۍ له ګڼو ستونزو سره د کندهار ولایت له پنجوايي ولسوالۍ څخه په لویه جرګې کې ګډون کړی.

نوموړې وايي، جګړې یې د کورنۍ ټول غړي اخیستي او یتیمان ورپاتې دي:

“ما خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، جګړې موږ ته یتیمان پرېښودل، دغه جګړه کې مې درې وروڼه ووژل شول، همدارنګه اوښي‌ګان مې هم له لاسه ورکړل.”

د یوې امېدوارې مېرمنې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په‌داسې یو وضعیت کې له کوره بهر ولاړه شي، خو مینا وايي، غواړي راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې ژوند وکړي:

“که سوله نه‌وي راتلونکی ماشوم مې هم په امن کې نه‌شي اوسېدلی، غواړم چې نور طالبان جنګ بس کړي او د افغان میندو او خویندو ژړا او کوکو ته وګوري.”

د سولې په مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ سلنه‌یې ښځې جوړوي.

د دغې جرګې د جوړونکي کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د جرګې د ۵۲ کاري کمېټو د ۱۳ هغو مشرانې ښځې دي.

ارشیف، د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مشر او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی په کابل کې یوې خبري

ولسمشر محمد اشرف غني بیا د جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، تمه لري چې ښځې په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.

مینا چې د ۳۳مې کمېټې غړې ده وايي، د ښځو نظریاتو ته د دوی په کمېټه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټې مشره فرزانه کوچۍ په بېلابېلو کمېټو کې د ښځو غړیتوب او د یادو کمېټو مشرتابه ته د دوی راتلل ډېر مهم ګني.

مېرمن کوچۍ زیاتوي:

“په‌‌دغو کمېټو او اداري پلاوي کې د ښځو حضور اړین وو، ځکه دا نورو ښځو ته لار پرانیزي څو خپل نظریات شریک کړي.”

ارشیف، د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټو مشره فرزانه کوچۍ د ازادي راډیو په یوه اوونیز بحث کې , 30 Aug 2018

په‌دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

۲۶ کلنه مینا چې د ژوند لومړی ملګری یې په یوه بمي برید کې وژل شوی وايي، د کلي ښځو ورته دا مسؤلیت سپارلی چې د نورو په استازیتوب د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

مېرمن احمدزۍ زیاتوي:

“د کلي خلکو او په ځانګړې توګه میندو راته دا مسؤلیت سپارلی، څو په جرګه کې د هغوی نظریات شریک کړم چې زموږ اولادونه تعلیم وکړي.”

د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان په ولایتونو کې شااوخوا ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو مینا هم لکه د خپل کلي د میندو په شان دا هیله لري چې راتلونکی ماشوم‌یې لوستی وي او تعلیم وکړي.

هغه هیله چې په سوله او امن کې ورته ښه شرایط برابرېدای شي.

د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون بیا هم د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې کوربه ځکه دی چې د لویې جرګې خیمه یې په انګړ کې ده.

د دې جرګې د لسګونو کاري کمېټو کار یې په تدریسي خونو کې روان دی.

له دې مخکې په تیرو څلورو لسیزو کې هم ډېری لویې جرګې او لوی کنفرانسونه په همدې پوهنتون کې جوړ شوي دي،لکه د نورو لوړو تحصیلي موسسو په څېر د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون محصلین هم رخصت شوي دي.

دا چې د سولې مشورتي لویې جرګې پر تدریسي بهیر څه ډول اغېزکړی؟

پر دې او له دغې جرګې سره تړلو نورو مسایلو نوریاس نوري د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون له رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ سره مرکه کړې ده.

ښاغلی کاکړ په پیل کې په‌دې اړه چې ایا دغې جرګې تدریسي بهیر اغېزمن کړی، وایي:

د اتو میاشتو امیدوارې مېرمنې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په‌دې هېله ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم یې په سوله او امن کې را لوی شي.

مېرمن مینا احمدزۍ له ګڼو ستونزو سره د کندهار ولایت له پنجوايي ولسوالۍ څخه په لویه جرګې کې ګډون کړی.

نوموړې وايي، جګړه‌یې د کورنۍ ټول غړي اخېستي او یتیمان ورپاتي دي:”ما خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، جګړې موږ ته یتیمان پرېښودل، دغه جګړه کې مې درې وروڼه ووژل شول، همدارنګه اوښي‌ګان مې هم له لاسه ورکړل.”

د یوې امیدوارې مېرمنې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په‌داسې یو وضعیت کې له کوره بهر ولاړه شي، خو مینا وايي، غواړي راتلونکی ماشوم یې په سوله او امن کې ژوند وکړي:”که سوله نه‌وي راتلونکی ماشوم مې هم په امن کې نه‌شي اوسېدلی، غواړم چې نور طالبان جنګ بس کړي او د افغان میندو او خویندو ژړا او کوکو ته وګوري.”

د سولې په مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ سلنه یې ښځې جوړوي.

د دغې جرګې د جوړونکي کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د جرګې د ۵۲ کاري کمېټو د ۱۳ هغو مشرانې ښځې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني بیا د جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، تمه لري چې ښځې په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري.

مینا چې د ۳۳ کمېټې غړې ده، وايي، د ښځو نظریاتو ته د دوی په کمېټه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د ۳۲ کمېټې مشرې فرزانه کوچۍ په بېلابېلو کمېټو کې د ښځو غړیتوب او د یادو کمېټو مشرتابه ته د دوی راتلل ډېر مهم ګني:

“په‌‌دغو کمېټو او اداري پلاوي کې د ښځو حضور اړین وو، ځکه دا نورو ښځو ته لار پرانېزي څو خپل نظریات شریک کړي.”

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

۲۶ کلنه مینا چې د ژوند لومړی ملګری یې په یوه بمي برید کې وژل شوی وايي، د کلي ښځو ورته دا مسؤلیت سپارلی چې د نورو په استازیتوب د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي:

“د کلي خلکو او په ځانګړي توګه میندوراته دا مسؤلیت سپارلی، څو په جرګه کې د هغوی نظریات شریک کړم چې زموږ اولادونه تعلیم وکړي.”

د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان په ولایتونو کې شاوخوا ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو مینا هم لکه د خپل کلي د میندو په شان دا هیله لري چې راتلونکی ماشوم یې لوستی وي او تعلیم وکړي.

هغه هیله چې په سوله او امن کې ورته ښه شرایط برابرېدای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

۱۳:۵۵
د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي، د جرګې کاري کمېټو په خپلو کارونو پیل کړی او که نن د ورځې تر پایه يې راپورونه وړاندې نه‌شول کړای، ښايي جرګه د یوې یا نیمې ورځې لپاره وغځېږي.

د دغه کمېسیون او د افغانستان د سولې د عالي شورا د درالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:

“څو ساعته توپیر راغلی ډېر نه‌دی راغلی، خو اوس د کمېټو کار روان دی که کمېټې نن تر دوه یا درېیو بجو خپل کارونه پای ته ورسوي او راپورونه نن وړاندې کړي، نو ښه او که دا چاره سبا ترسره شي نو ښايي، یوه یا نیمه ورځ د جرګې موده وغځول شي.”
د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ پیل شوه او ټاکل شوې وه چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

د جرګې له اجنډا سره سم باید د جرګې په لومړۍ ورځ د جرګې اداري پلاوي بشپړ شوي وای، خو دا چاره په جرګه کې د بېلابېلو ستونزو له امله په یوه ورځ ځنډ سره ترسره شوه.

د سې شنبې په ورځ د جرګې لپاره ۵ مرستیالان او ۵ منشیان وټاکل شول او دغه شان د ۵۲ کاري کمېټو لپاره هم مشران وټاکل شول چې د ښاغلي داوودزي په خبره د ۱۳ کاري کمېټو مشرانې مېرمنې دي.

د جرګې رئیس د مرستیالانو او منشیانو تر ټاکلو دمخه د ولسمسر محمد اشرف غني تر وینا وروسته د هغه له‌خوا، جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف وټاکل شو.

ښاغلي داوودزي دا هم وویل چې له ژمنې سره سم په جرګه کې یوازې د سولې اړوند مسایلو باندې بحثونه کېږي او کمپایني بڼه نه‌لري.

نوموړي د یو شمېر سیاسي څېرو او د ګوندونو د مشرانو د مخالفتونو په اړه وویل، اوس به دوی پوه شوې وي چې شکونه يې بې‌ځایه وو او هیله ده د جرګې د پای په غونډه کې برخه واخلي
په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه« انځوریز راپور»
نوموړي زیاته کړه:

“کومو مشرانو چې اندېښنې درلودې او شکونه يې لرل اوس باید ورته واضح شوي وي چې شکونه يې بې ځایه وو، ځکه چې دا جرګه یوازې په سوله بحثونه کوي، نو اوس هڅې روانې دي چې دوی د پای په غونډه کې برخه واخلي.”

دا په‌داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشرحامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ۱۲کاندیدانو دا جرګه غیرقانوني ګنلې او تحریم کړې یې ده.

دغو انتخاباتي ټیمونو د جرګي له جوړېدو یوه ورځ وړاندې په ګډه اعلامیه وویل چې د سولې مشورتي لویه جرګه چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه جوړېږي، هدف یې انتخاباتي کمپاین دی.

دغه تحریمونکې ډله باور لري چې په اوسنیو شرایطو کې د دا شان جرګې جوړول د سولې له هڅو سره په ټکر کې دي.

خو د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د چهارشنبې د ورځې په خبري غونډه کې وویل چې د سولې د پروسې لپاره معقوله لار لویه مشورتي جرګه ده.

دی وايي، د جرګې ۵۲ کمېټې اوس مهال په‌دې بحثونه کوي چې له دې وروسته د سولې پروسه په څه شکل پر مخ ولاړه شي او له طالبانو سره په مذاکراتو کې دولت او ملاتړي یې څه محودیتونه او صلاحیتونه لري.

د ښاغلي داوودزي په خبره د جرګې هدف د سولې لپاره دولت ته حدود او کړن‌لاره ټاکل دي.

ولسمشر غني هم مشورتي لویې جرګې ته په لومړۍ ورځ په خپله پرانېستونکي وینا کې وویل چې له دې کاره یې هدف کمپاین نه‌دی او که یې موخه دا وای نو نوم یې پرې لویه جرګه نه کېښوده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.