د سولې خبرو د اجنډا په اړه بحثونه ولې نه دي پیل شوي؟

دامریکا ږغ

قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل له غونډې څخه نږدې یوه اونۍ تیره شوې، خو تر اوسه دواړو پلاو د سولې د خبرو د اجندا په سر بحث نه دی پیل کړی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي ویاند احمد نادر نادري د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۷ (سنبلې ۲۷) رسنیو ته په استولي پیغام کې د ځنډ علت د سولې خبرو لپاره کړنلارې برابرول ښودلي دي.

ښاغلي نادري ویلي، چې دواړه خواوې هڅه کوي داسې مقراراتو او قواعدو باندې موافقه وکړي، چې د خبرو په ترڅ کې د هر ډول ممکنه ستونزو د را ولاړیدو په صورت کې د منځګړو پرته حل لاره په کې په پام کې نیول شوې وي.

ښاغلي نادري وویل: “دا یوه تخنیکي پروسه ده او په همدې دلیل اړتیا ده، چې د کار سرعت، کیفیت او دقت ته پاملرنه وشي او کوم څه، چې رامنځ ته کیږي باید یو توازن او تعادل په کې موجود وي او ټول هغه مسایل، چې ممکن د خبرو بهیر په ترڅ کې رامخې ته شي و سنجول شي او په کړنلاره کې ورته ځای ورکړل شي”.

ښاغلي نادري ویلي، چې ډیر ژر به دواړه پلاوي د خبرو په اجندا باندې کار پیل کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر مولوي عبدالحکیم له قوله ویلي، چې اړونده خواوې د مذاکراتو په جريان کې بايد د زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

همداشان هغه ویلي، چې د مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره باید شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته پریښودلې شي.

د دې اونۍ په سر کې د شنبې په ورځ د اوږد انتظار وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د پلاو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې.

خبرو په افتتاحیه غونډه کې د افغانستان د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله وویل، چې له ښه نیت سره دغو مذاکراتو ته راغلي دي او هیله یې وکړه چې باید دا فرصت ضایعه نشي.

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر افتتاحیه غونډې ته په وینا کې هم هیله وښوده، چې دا خبرې به مثبته نتیجه ورکړي.

د امریکا او د طالبانو ترمنځ د روان ۲۰۲ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د سولې د هوکړې له مخې په کار وو، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې د مارچ په لسمه پیل شوی وی، خو د بندیانو د خلاصون په سر د دواړو خواو ترمنځ اختلاف دا خبرې شاوخوا پنځه نیمې میاشتې وځنډولې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.