د سولې بې ‌پایلې خبرې او د هدفي وژنو زیاتېدل؛ د خلکو اندېښنې زیاتې کړي

دآزادیراډیو

تازه د جلال‌اباد کې ښار په درېیمه ناحیه کې یوه ښځینه پولیس افسره وژل شوې.

وژل شوې مېرمن بصیره نومېده، د لومړۍ ساتنمنۍ نظامي رتبه یې لرله او له لسو زیات کلونه کېدل چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده درلوده.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدخان وايي، هغه د پنجشنبې(د وري ۱۲مه) سهار نږدې اووه نیمې بجې هغه مهال چې له کوره دندې ته پر لار وه، ترور شوه: “غوښتل یې چې قوماندانۍ ته د دندې لپاره راشي، خو له رېکشا پرې ناپېژانده وسله‌والو ډزې کړي. پولیسو اقدام کړی او د پېښې سره د تړاو په تور مو دوه تنه نیولي دي.”

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، نیولو شوېو کسانو منلې چې دې پېښه کې لاس لري.

دا په جلال‌اباد ښار کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څلورمه وسله واله حمله ده چې په کې ښځینه فعالانې په نښه کېږي.
دوه ورځې وړاندې درې واکسیناتورې د دې ښار په څلورمه او اوومه ناحیه کې هغه مهال ووژل شوې چې ماشومانو ته یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکاوه.

له هغې وړاندې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې او پسې بیا یوه ډاکټره په هدفي حملو کې ووژل شوې.

هاخوا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون وایي، د دغه ولایت امنیتي چارواکي د امنیت له ټینګښته عاجزه دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون
په دې اړه نور:
ولې او څوک د ننګرهار مخکښې ښځې هدف ګرځوي؟
اغلې یون دا خبره په ننګرهار کې د یوې ښځینه پولیسې د وژنې په غبرګون کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه.

یون زیاتوي چې ننګرهار د دې په خبره د مافیايي کړیو له خوا ناامنه شوی او حکومت جدي پاملرنه نه ورته لري.

ننګرهار دا وروستۍ ورځې په ښځو باندې د څو هدفي بریدونو شاهد دی.

دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دا ډله یې نه مني.

د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ وویل، په یو شمېر هدفي بریدونو کې هغه طالبان لاس لري چې دوی د دوحې د هوکړې پر بنسټ، له بنده ازاد کړي دي.

هغه په غزني کې د الجزیرې ټلوېزیون د خبریال رحمت‌الله نېکزاد وژنه، د دې ډول قضیو یوه یاده کړه چې د خوشې شویو طالبانو له‌خوا شوې وه.

جلال‌اباد کې د یوې وژل شوې واکسیناتورې مړی له روغتونه د لېږدولو پر مهال
په دې اړه نور:
جلال اباد ښار کې د درې ښځينه واکسیناتورانو وژنې غبرګونونه راپارولي
دا په داسې حال کې ده په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو ځل بیا زلمي خلیل‌زاد سره لیدنه کې د خپلو پاتې نږدې ۷۰۰۰ بندیانو د ازادۍ غوښتنه کړې.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تر هغه چې طالبان د سولې خبرو ته ژمنتیا و نه ښيي، د نورو بندیانو خوشې کول به، جګړه لا زیاته کړي.
د دې شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي: “طالبانو دا ژمنه کړې وه، که یې بندیان خوشې شي، جګړه کموي. طالب بندیانو بیا دا ژمنه او قسم کړی و چې د جګړې لیکو ته به بیا نه ځي، بندیان خوشې شي، نه جګړه کمه شوه او نه هم بندیان د جګړې له لیکو را وګرځېدل. تر هغه چې طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته ژمنتیا و نه ښيي، د نورو طالب بندیانو خوشې کېدل به جګړه نوره هم توده کړي. ”

افغان حکومت له دې وړاندې ۵۵۰۰ طالب بندیان پر دې بنسټ له بنده خوشې کړي چې ګنې د سولې خبرې یوه پایله ورکړي.

په دوی کې ۴۰۰ هغه بندیان هم شامل وو چې د لویو بریدونو، وژنو، قاچاق او په نورو جرمونو محکوم شوي وو.

افغان ح
خو له دې ټولو سره-سره، بیا ملګرو ملتونو هڅه پیل کړې چې د روان تاوتریخوالي کچه را کمه کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د همدې موخې لپاره قطر ته تللې.

یوناما په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، مېرمن لاینز به له افغان مرکچي پلاوي، طالبانو، له قطر او ترکي چارواکو سره وګوري او د تاوتریخوالي په کمېدو سربېره به، د سولې روان بهیر د ګړندي کولو په اړه ورسره خبرې وکړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.