د سن رایزر لوبډله د راشد خان په مټ پایلوبې ته ورسیده

دامریکا غږ

د سن رازیر حیدرآباد لوبډلې نن په یوې حساسې لوبې کې د کلکتې د کی کی آر لوبډلې ته ماته ورکړه او فاینل ته ورسیده.

د سن رایزر لوبډلې افغان لوبغاړی راشد خان د نن ورځې په لوبه کې د توپ وهنې، توپ اچونې او ډگرساتنې په برخو ډیر ښه وځلید.

د هند د ملي لوبډلې پخواني مشهور لوبغاړي سچن ټینډولکر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي “ما لومړی فکر کاوه چې راشد خان ښه ورو توپ اچونکی دی، خو اوس د شک پرته هغه یو غوره توپ وهونکی هم دی چې د خپل بیټ کمال یې وښود. راشد رښتیا غوره لوبغاړی دی.”

همداشان د اسټرالیا د ملي لوبډلې پخوانی کپټان مایکل کلارک وایي “راشد خان نن په ریښتینې توګه وښودله چې ولې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی.” هغه دا هم ویلي چې راشد تل د کرکټ مینه والو ته خوښي په برخه کوي.

له بلې خوا د هند د بهرنیو چارو وزیره وایي ډیر ټویټرونه یې کتلي چې د هند خلکو راشد خان ته د هند افتخاري تابعت ورکولو غوښتنه کړې ده خو د هغې په وینا د هغې نه بلکه د هند د کورنیو چارو ورارت دنده ده.
راشد خان په نننۍ لوبه کې د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې په ١٠ بالونو ٣۴ رنزونه وکړل.

هغه همداشان د غوره ډگرساتنې تر څنگ د توپ وهنې په برخه کې په څلورو اورونو کې د ١٩ منډو په ورکولو سره د مخالفې لوبډلې درې مهم لوبغاړي وسوزول.

ټاکل شوې چې د هند د کرکیټ د غوره لیگ د سیالیو پایلوبه د راروانې یکشنبې په ورځ په ممبای کې وشي.

دا پداسې حال کې دي چې د هند غوره لیگ د سږکال په سیالیو کې د راشد خان تر څنگ د افغانستان د ملي لوبډلې دوو نورو لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او مجیب ځدران گډون کړی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.