د سمون او بدلون شبکه: سټېکر لرونکې تذکرې پلورل کېږي

 

 

کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٧): د سمون او بدلون شبکه ادعا کوي چې ځيني کسان جعلي تذکرې جوړوي او د ټاکنو لپاره د نوم ليکونکو پر تذکرو نښلوونکې نښې او د ټاکنو لپاره نښه شوې تذکرې پلورل کېږي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه ترسره شي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د دغو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د وري له ٢٥مې د غويي تر ٢٢مې، دويم پړاو د غويي له ٢٥مې د غبرګولي تر ٧مې په ولسواليو او درېم پړاو د غبرګولي له ٧مې تر ٢٢مې په لرو پرتو سيمو کې ترسره شي.

له دې امله چې د ټاکنو لپاره نوم ليکنه د تذکرو له مخې کېږي، د تذکرو د وېش کمپاين هم په داسې حال کې پيل شوى چې ډېر افغانان په تېره بيا ښځې تذکرې نه لري.

د سمون او بدلون شبکې مرستيال سيد ميثم احساني نن په کابل کې يوې خبرې غونډه کې وويل، د هغو کسانو تذکرې پلورل کېږي چې ټاکنو ته يې نوم ليکنه کړې ده.

دى وايي، هغه سټېکرونه هم پلورل کېږي چې تر نوم ليکنې وروسته د هغو کسانو پر تذکرو نښلول کېږي چې نوم ليکنه وکړي. ميثم دا دعوه هم وکړه چې جعلي تذکرې هم جوړېږي.

هغه ونه ويل چې دغه ناقانونه کړنې څوک کوي.

ده په دې اړه اسناد هم وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې د دې شبکې کسان د اسنادو پر راټولو بوخت دي او ډېر ژر به يې له رسنيو سره شريک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې هر کانديد بايد د کانديدو لپاره د زرو او د ولسوالۍ شوراګانو هر کانديد بايد لږ تر لږه سل د هغو کسانو تذکرې د ټاکنو کمېسيون ته وړاندي کړي چې ټاکنو ته يې نوم ليکنه کړې وي.

د وګړو د احوال د ثبت ادارې مشر محمد همايون محتاط د روانې مياشتې په څلورمه دا منلې وه چې جعلي تذکرې چاپ او وېشل شوې دي.

هغه ويلي وو هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي چې دوې يا څو تذکرې ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړي رفېع الله بيدار هم د مشرانو جرګې په ياده ناسته کې ويلي وو چې د دغه کمېسيون کار کوونکي مشکوکې تذکرې د تاييد لپاره د وګړو د احوال د ثبت ادارې ته استوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د تاکنو کمېسيون له چارواکو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

ميثم په نننۍ خبري ناسته کې وويل چې د تذکرو د وېش لړۍ په داسې حال کې له يو لړ ستونزو سره مخ ده چې ډېر ښځې تذکرې نه لري او په تېرو ټاکنو کې درغليو خلک پر ټاکنو بې باوره کړي دي.

دى وايي چې که د تذکرو د وېش په لړۍ کې لازمې سمونې رامنځته نه شي نو کېداى شي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې سراسري نه وي او ډېر خلک له ټاکنو پاتې شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د تذکرو د وېش لړۍ دې اسانه او د وېش مرکزونه يې دې ډېر شي.

دغه راز دى وايي چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې وخت دې وغځول شي، خو د ټاکنو په نېټه کې دې بدلون نه راځي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو ويلي، کېداى شي د نوم ليکنې د لومړي پړاو وخت تر څلورو اونيو او د اړتيا په صورت کې د دوو نورو پړاوونو وخت هم وغځول شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.