د زابل برید؛ د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته مرګونی برید بلل کېږي
ډازادی راډیو
د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وایي، زابل کې وروستی مرګونی برید ښیي چې طالبان یوه خوله نهدي.
په زابل ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو وروستی برید د طالبانو او امریکا ترمنځ تر هوکړې وروستی، تر ټولو خونړی بلل کیږي.
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وایي، د دې برید ترسره کول د سولې د هوکړې په اړه د طالبانو دوه ډلېتوب ښيي چې کولای شي د سولې پروسې ته زیان ورسوي.
د دې کمېسیون مشر میر افضل حیدري د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل: “دا ښیي چې طالبان یوه خوله نهدي، ځیني یې د امریکا سره په هوکړې ولاړ، خو ځينو د هوکړې موارد تر پښو لاندې کړي دي او دوهمه موضوع دا چې که دوی انسجام هم ولري، ټول طالبان دې هوکړې ته ژمن نهدي، په ورته وخت کې پرته له طالبانو نور ځواکونه هم شته چې د دولت مخالف دي.
وسلهوالو مخالفینو وړمه شپه د زابل ولایت مرکز کلات کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.
د زابل والي رحمتالله یارمل ازادي راډیو ته وویل چې دې برید کې چې د طالبانو د نفوذي کسانو لهخوا ترسره شوی د ملي اردو او پولیسو ۲۴ سرتېري وژل شوي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت وایي چې دې پېښه کې د ملي اردو ۱۱ او د پولیسو ۶ پولیس سرتېري وژل شوي او ۳ سرتېري لادرکه دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دا برید غندلی او د یوې اعلامیې په خپرولو سرهیې ویلي چې دا برید په یو حساس او برخلیک ټاکونکي وخت کې شوی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي چې داسې بریدونه کولای شې د سولې لاسته راغلی فرصت له ګواښ سره مخ کړي.
په ورته وخت کې سیاسي شنونکی محمد داوود کلکاني دې برید ته په اشارې سره وایي چې د جګړې په دوام سره د سولې هڅې پایله نهورکوي.
هغه زیاته کړه: “په داسې حال کې چې اوربند نهوي، هېڅ وخت د سولې مسایل ښکاره پایله نهورکوي، له یوې خوا جنګ او له بلې خوا سوله هېڅ امکان نهلري، باید د امریکا له لوري پر طالبانو فشار راوړل شي چې اوربند ومني.”
دا برید په داسې حال کې شوی چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد دوه ورځې وړاندې ویلي و چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به له دفاعي څخه فعال دفاعي حالت ته وروګرځي.
د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه، خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه به خامخا د دې برید غچ اخلي.
تر دې دمه د دې برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د دې برید په تړاو د دوی څېړنې دوام لري.
خو ډېری حکومتي چارواکي او د امنیتي بنسټونو ویاندویان په دې باور دي چې دا برید طالبانو ترسره کړی دی.
د ولسمشر غني ځانګړي سلاکار وحید عمر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې خلک له بېرحمه او قاتلو ډلو سره سروکار لري چې هېڅ ډول اخلاقي ارزښت او یا کتبي هوکړې ته ژمن نهدي.
Waheed Omer
@Waheed_Omer
The cowardly attack on ANSDF on d first of day of Nowroz was senseless. Reminds us all that we’re dealing with a group of brutal killers who arent bound by any moral value or written agreement. Those who r working hard to sanitize them should come forward and justify this. Shame!
286
6:26 AM – Mar 21, 2020
Twitter Ads info and privacy
61 people are talking about this
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم دا برید د طالبانو کار ګڼلی او ویلي، دا ښیي چې طالبان لا هم د تاوتریخوالي دوام ته ژمن او د سولې له بهیر سره مخالف دي.
نظرات بسته شده است.