د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا نوې ستراتیژي د بري چانس نه لري

 

 

تاند- د روسیې د بهرنیو چارووزیر سرګی لاوروف وايي، د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د بري چانس نه لري ځکه چې په دې ستراتیژۍ کې اساساً پر پوځي قوې تکیه شوې ده.

د رشیا ټوډې د راپور له مخې، لاوروف نن /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل«په دې نوې ستراتیژۍ کې، چې واشنګټن اعلان کړه، اصلي تاکید د ځواک په زور د مسلې پر حل شوی دی. موږ باور لرو چې دا دریځ کومې نتیجې ته نه شي رسېدای.»

د روسیې د بهرنیو چارووزیر زیاته کړه، پر دې سربېره نوې ستراتیژي له طالبانو سره خبرو ته هیڅ شرط نه ږدي چې دا پخپله یوه نیمګړتیا ده؛ دا د ملګروملتو د امنیت شورا له لوري په ګډه غوره شوی نړیوال دریځ له خطر سره مخامخوي.

لاوروف د خپلو خبرو په دوام کې وویل«ما د امریکا نوې ستراتیژي اوس ترلاسه کړه، دا ستراتیژي بې له دې چې قید و شرط کېښودل شي له طالبانو سره تماس او خبرو ته اجازه ورکوي. فکر نه کوم چې دا کار د خبرو اترو په اړه زموږ له ګډو ګټو سره سمون ولري چې د ملګروملتو په امنیت شورا کې تصویب شوي دي. خو زه هیله لرم چې د متخصصانو په کچه د تماسونو په چوکاټ کې به چې موږ یې له خپلو امریکايي همکارانو سره لرو، وتوانېږو دا شرایط ځان ته روښانه کړای شو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې یو ساعت وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دې اعتراض درلود چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ خواشیني څرګندوي ځکه چې د پوځي حللارې هدف تعقیبوي او د اسلامي دولت د تروریستي ډلې خطر پکې نه دی منعکس شوی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زخاروفوا نن /پنجشنبه/ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د څرګندونو په ترڅ کې وویل«موږ ته د افغانستان په نوې ستراتیژۍ کې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ترمپ د اګست په ۲۱ مه اعلان کړه، دې ته پام شو چې د افغانستان مسلې ته د پوځي حللارې پر موندلو تمرکز شوی دی، په ځانګړي ډول د بهرنیو ځواکونو د شمېر د زیاتېدو له لارې.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.