د روباټ جوړونکو نجونو له لوبډلې څخه په کابل کې تود هرکلی وشو

 

دامریکاغږ

د امریکا په واشنګټن ډي سي ښار کې د فرسټ ګلوبل په نوم د روباټونو په نړیوالو سیالو کې له ګډون وروسته، د افغان نجونو شپږ کسیزه لوبډله کابل ته په رارسیدو، له تود هرکلي سره مخ شوه.

د روباټونو دغه نړیوالې سیالۍ، چې د جولای په ۱۶مه نیټه ترسره شوې، د افغانستان د نجونو شپږ کسیزې لوبډلې په کې د جرات او زړورتیا په برخه کې د سپینو زرو مډال وگاټه.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د افغان روباټ جوړونکو نجونو په ویاړ په یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، له دغو سیالیو څخه د افغان نجونو لاسته راوړنه مهمه وبلله.

ښاغلي عبدالله وویل، د افغان روباټ جوړونکو نجونو لوبډله، چې په سختو شرایطو کې یې د روباټونو د نندارۍ په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ، د نورو هیوادونو د لوبډلو په پرتله، چې ښه امکانات یې هم درلودل، څو برابره ښه وځلیدله.

اجرائيه رئيس دغه راز وویل “کله چې تاسې بیرته راستانه شوئ، تاسې زرګونو نورو ځوانانو ته دا انګیزه ورکوئ، چې کله زیار وي، هڅه وي او کوښښ وي، نتیجه هم لري”.

ښاغلي عبدالله د افغان روباټ جوړونکو لاسته راوړنه د هغوی د ګډ کار نتیجه وبلله او ویې ویل، چې افغان حکومت به د دغې لوبډلې د لا روزولو او لوړو زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه وویل “تاسې په دې بسنه مه کوئ، یقین لرم چې نه یې کوئ، تاسې اوس یو لوی ګام پورته کړی، خو نور ډیر ستر ګامونه په مخ کې لرئ،تاسې باید په خپلو لاسته رواړنو او ابتکاراتو، د خلکو په ژوند کې بدلون راولئ”.

اجرائيه رئيس عبدالله په دې غونډه کې د روباټ جوړونکو نجونو د لوبډلې غړو او روزونکي ته ستاین‌لیکونه هم ډالۍ کړل.

د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو ته، چې دوه ځلې یې د ویزې غوښتن‌لیکونه په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا منل شوي نه وو، له هغې وروسته په واشنګټن ډي سي ښار کې د فرسټ ګلوبل په نوم د روباټونو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون کولو زمینه برابره شوه،چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً هغوي ته د ویزو د ورکولو سپارښتنه وکړه.
له مونږ سره په تماس کې پاتې شئ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.