د ذبیح الله مجاهد پر څرکندونو د ملا رسول د ډلې غبرګون
تاند- د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډلې د هیبة الله اخوندزاده د ډلې د ویندوی پر څرګندونو توند غبرګون څرګند کړ.
د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو د اسلامي امارت عالي شورا د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د ذبیح الله مجاهد پر دې خبره غبرګون ښکاره کړی چې ویلي یې و، د هیبة الله په مشرۍ د طالبانو له تحریکه پرته په افغانستان کې نور جماعتونه (ګوندونه) نشته.
د ملا رسول په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا په خپله خبرپاڼه کې وايي چې د ذبیح الله مجاهد دا بیان په سختو الفاظو غندي او باور لري چې د مولوي هیبة الله ډله د «عامو مجاهدینو» رهبري او مسوولیت په غاړه نه لري.
د طالبانو په منځ کې درز وروسته له دې راغی چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر تایید شو.
د ملا محمد رسول اخوند ډلې د هماغه وخت د طالبانو پر مشر ملا منصور اعتراض درلود چې د ملا عمر مړینه یې ولې ۲ کاله پټه ساتلې وه.
ملا منصور وروسته په پاکستان کې ووژل شو خو د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ اختلاف حل نه شو.
دې ته په پام چې د طالبانو کوربه هیواد او د سیمې نورو هیوادونو د هیبة الله ملاتړ ته دوام ورکړ د ملا رسول ډله ونه توانېده چې خپل نفوذ د لومړیو ورځو په شان وساتي.
د دې ډلې غړي ادعا کوي چې په پیل کې د کوټې شورا اکثرو غړیو د دوی ملاتړ کاوه.
نظرات بسته شده است.