د جګړې د بس کولو په اړه د خلیلزاد غوښتنې ته طالبانو منفي ځواب ووایه
تاند- وسله والو طالبانو نن /جمعه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي وغوښتل چې له طالبانو د دې غوښتنه ونه کړي چې وسله پر مځکه کښېږدي او د دې پر ځای د امریکا متحدو ایالتونو ته قناعت ورکړي چې له قوې څخه کار اخیستل بس کړي.
زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره د سولې شپږم پړاو خبرې پیل کړې.
ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«په پرانیستونکې غونډه کې، ما طالبانو ته وریاده کړه چې افغانان، چې د دوی وروڼه او خویندي دي، غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. هغه وخت راغلی چې وسله پر مځکه کېښودل شي، جنګ او تشدد بس شي او سوله وشي.»
د طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد د خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې څو توند ټویټونه وکړل.
ده خلیلزاد ته په خطاب کې لیکلي چې د وسلې د اېښودلو نظر له ذهنه وباسي.
«د دې خیالونو پر ځای دې د جګړې د پای ته رسولو او له قوې څخه د کار اخیستلو لپاره خپل هیواد (امریکا) ته پام واړوي…»
خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې د دې ځل خبرو کې به پر اوربند او سولې تمرکز وکړي.
نظرات بسته شده است.