د جهادي قوماندان له دفتر څخه ۱۰ ځانمرګي له واسکټونو سره ونیول شول

 
تاند – ادعا کېږي چې د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یوه جهادي قوماندان له دفتر څخه لس داسې کسان چې د ځانمرګو بریدونو لپاره تیار شوي ول د هغوی له واسکټونو سره یوځای ونیول شول.

د جلال اباد یو شمېر ښاریانو تاند ته وویل چې دغه پېښه درې ورځې وړاندې د کمانډو ځواک په عملیاتو کې شوې خو ولایتي اداره او په کابل کې نورې حکومتي ادارې پرې لا هم څه نه وایي.

ځینې کسان ادعا کوي چې دغه دفتر د پخوانۍ شمال ټلوالې د یوه قوماندان او د ولسمشر د سلاکار، جنرال دین محمد جرئت، سیاسي دفتر وو او نور بیا وایي چې د شمال ټلوالې د بل غړي، حضرت علي، د خوريي او د قوماندان موسی د زوی حاجي سمیع د شخصي ملېشو مرکز وو.

د حاجي سمیع په هکله ویل کیږي چې پخوا یې هم په جلال اباد کې په بېلابېلو جرمونو کې لاس درلود. ویل کېږي چې ده به د نورو بې رحمیو ترڅنګ د لارې په سرخلک رانیول او په غوږ به یې ورته خوله لګوله.

په ورته وخت کې یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي، چې څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې د مشرانو جرګې د رییس، فضل هادي مسلمیار، په کور د کمانډو ځواک په عملیاتو کې بېلابېل توکي ترلاسه کړي، او نوموړي وروسته له ولسمشر سره د تماس له لارې دا موافقه ترلاسه کړې چې خبر یې رسوا نه کړي. دا خبر خپلواکو سرچینو تایید کړی نه دی.

د چارو تحلیلګران په دې باور دي چې په افغانستان باندې په ۲۰۰۱ کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له یرغل څخه وروسته، ګڼ شمېر پخوانیو جهادي قوماندانانو او په ځانګړې توګه هغو چې له پخوانۍ شمال ټلوالې سره یې ارتباط درلود، له نړیوالو قواوو څخه په بېلابېلو طریقو په میلیونونو ډالر ترلاسه کړل.

ویل کیږي، چې په وروستیو کالونو کې چې دغه معاملې تتې شوې، په ډېرو پیسو روږدو کسانو د ځانمرګو بریدګرو د خرڅلاو او معاملو په شمول په نورو کارونو لاس پورې کړ، خو داسې ښکاري چې اوس د افغان ځانګړیو ځواکونو او کمانډو په عملیاتو کې یو په یو رسوا کیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.