د جمعیت ګوند یو قوماندان له ۱۰۰ وسله والو سره طالبانو ته تسلیم شو

 
تاند- په فاریاب ولایت کې افغان چارواکو تایید کړه چې د جمعیت ګوند یو ملېشه قوماندان له خپلو ملګرو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوی دی.

غلام نبي شجاع، چې په ګرزیوان ولسوالي کې د جمعیت ګوند وسله وال قوماندان و، له خپلو نژدې ۱۰۰ ترلاس لاندې وسله والو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د فاریاب امنیه قوماندان محمد نعیم اندرابي نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل چې قوماندان غلام نبي شجاع، چې د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په دې ولسوالۍ کې له نورو وسله والو سره د اختلاف له کبله طالبانو ته اوښتی دی.

په فاریاب ولایت کې په ځلونو د جمعیت او جنیش ترمنځ نښتي شوي او د دوی د وسله والو ملېشو د اختلافاتو او زورزیاتیو له کبله طالبانو په دې ولایت کې قوت اخیستی دی.

د قوماندان شجاع پلویانو مخکې ویلي و چې نوموړی په دې خوابدی دی چې حکومت د ګرزیوان ولسوالي په دره زنګ کلي کې د ده د ۴ وژل شویو ملګرو په اړه تحقیقات نه کوي.

شجاع ادعا کړې وه چې د ګرزیوان ولسوال ملا فیض الله د ده څلور ملګري وژلي دي.

خو فیض الله دا ادعا ردوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.