د جمعیت د انسجام شورا غړیو د قدرت د جزیرو د مهارېدو غوښتنه وکړه
تاند- د جمعیت ګوند د انسجام شورا غړیو تېره شپه له ولسمشر غني سره په کتنه کې وویل، د افغانستان د اساسي قانون مطابق په دولت کې تقرر، تبدیلي او تقاعد یو اصل دی او دوی د دې اصل ملاتړ کوي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، هغوی څرګنده کړه، د حکومت دننه او بهر د قدرت د جزیرو شته والی سولې او ثبات ته زیان رسوي او له ولسمشر څخه غواړي چې د قدرت د دې جزیرو د مهارولو کوښښ وکړي او دوی په دې برخه کې د حکومت د تصمیمونو ملاتړ کوي.
دغه راز دوی څرګنده کړه، «موږ په تېرو څو لسیزو کې د هېواد د ثبات او امنیت د ټینګښت په خاطر مبارزه کړې او قربانۍ مو ورکړي او له اوسني نظام څخه زموږ ملاتړ دوام لري.»
هغوی زیاته کړه، «موږ ټول باید د حکومت په ګډون په مهمو ملي مسایلو کې د یوبل ترڅنګ د نظام د ټینګښت لپاره کار وکړو.»
هغوی وړاندېز وکړ چې د اسلامي جمعیت د ملي انسجام شورا موجوده کدرونه دې په بېلابېلو دولتي بنسټونو کې استخدام شي او د سولې په پروسه کې دې د دوی له نفوذ څخه استفاده وشي.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ولسي جرګې غړي سیداکرام الدین، قاضي رازمحمد دلیلي، پوهنوال رحیم بېګ یعقوبي او د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
نظرات بسته شده است.