د جرمني دفاع وزیره: له افغانستانه نړیوال ځواکونه ډېر په بېړه ووتل

 

دآزادی راډیو

د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین”Ursula von der Leyen” په مزارشریف کې دېره له جرمني ځواکونو څخه د کتنې په مهال وویل چې نړیوال ځواکونه په وروستیو کلونو کې په ډېره بیړه له افغانستانه ووتل او هغه هم په داسې وخت کې چې موږ ټول په دې پوه و چې د دې هېواد امنیتي وضعیت خراب دی.

د جرمنې دفاع وزیرې په عین حال کې وویل چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله مرستو ته ژمن دی.

مېرمن در لاین له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو محارب ماموریت پای ته ورسېد، په دې هېواد کې په چټکۍ د نړیوالو ځواکونو د شمېر پر کمېدو انتقاد وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه اوس په دې پوه شوې چې ورته په‎کار ده چې له ډېر صبره کار واخلي.
هغې زیاته کړه، دا یې نه‎دي هېر کړي چې هغه وخت چې موږ د “ISAF” په چوکاټ کې په ډېره بېړه او زیاته پیمانه د سرتېرو شمېر کم کړ، ټول په دې پوه و چې د افغانستان امنیتي وضعیت خطرناک دی.

د جرمني دفاع وزیرې وویل، افغانان تر اوسه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ، مشورې او روزنې ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې تر اوسه ډېر څه شته چې باید ترسره شي. خو دا په دې ډاډه ده چې په دې هېواد کې د دوی ماموریت پرسم لوري مخ ته ځي.

د جرمني دفاع وزیرې وویل، افغانستان به موږ تر یوې اوږدې مودې پورې بوخت وساتي چې موږ ته هم په‎کار ده له ډېر زغمه کار واخلو.

په اوس وخت کې په افغانستان کې چې یو وخت د نړیوالو مرستندویه ځواکونو یا “ISAF” د ماموریت په چوکاټ کې د سرتېرو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره تنو ته رسېده اوس په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۷ زره تنه دی. ډېرې برخه یې هم امریکایي سرتېري دي.

افغانستان به موږ تر یوې اوږدې مودې پورې بوخت وساتي .
امریکایي چارواکو په افغانستان کې د پوځي هڅو د پراختیا لپاره د واشنګټن د نوې اعلان شوې ستراتیژۍ په ترڅ کې د جرمني په ګډون د ناټو له نورو متحدینو هم غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي.

خو دوی تمه نه‎کوي چې جرمني به د نوی حکومت تر جوړېدو مخکې په دې اړه کومه پریکړه وکړي.

د جرمني پارلمان تېره اوونۍ په افغانستان کې د جرمني پوځیانو ماموریت د درېیو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ، ترڅو نوی جوړېدونکی حکومت یې وروسته د اوږد مهاله غځېدو په اړه غور وکړي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د جرمني شاوخوا ۹۸۰ پوځیان په دې هېواد کې خدمت کوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.