د جبهې د لومړۍ کرښې شاوخوا ۳۰ زره پولیسو ته معاش نه ورکول کېږي

 
تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰ زره افغان پولیسو ته، چې له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ جبهه کې جنګېږي له میاشتو – میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ چارواکو د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلاف افغان پولیسو ته مالي مرسته د دې لپاره ځنډولې چې د هغوی په فساد ککړو مشرانو ته سزا ورکړي.

د افغان پولیسو لپاره د نړیوالو مرستو یوه لویه برخه د فاسدو مشرانو او قوماندانانو لاس ته ورځي.

نیویارک ټایمز وايي چې دا اقدام د افغان پولیسو مشرانو ته یو ډول سزا ګڼل کېږي.

د ناټو چارواکي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د کال ۴ ملیارد ډالره مالي مرسته ورکوي، هیله من دي چې دا اقدام به د افغانستان د حکومت چارواکو ته ټکان ورکړي چې په درست هیواد کې د خپلو قوماناندانو او د هغو ترلاس لاندې ځواکونو په اړه څارنه زیاته کړي.

ورځپاڼه وايي چې د ناټو دا پرېکړه هغه پولیس سوځوي چې د طالبانو په وړاندې مبارزې ته ولاړ دي.

افغان پولیس، چې خپل کورونه یې پرې ایښي او په لېرې پرتو سیمو کې قربانۍ ورکوي، یوازې د میاشتې ۲۰۰ ډالره معاش ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ شاوخوا ۲۸ پولیس او د اردو سرتېري شهیدانېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.