د جاکارتا غونډه کې به له شرعي پلوه د افغانستان پر روانې جګړې بحث وشي

 

 

د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال وايي، د جاکارتا غونډه د اندونیزیا د ولسمشر له

‎خوا رابلل شوې او په‌کې شااوخوا ۵۰ تنه دیني عالمان برخه اخلي چې له شرعي پلوه به د افغانستان پر روانې جګړې بحث وکړي.

په دې کنفرانس کې وسله‎والو طالبانو ته چې د افغانستان د جګړې یو مهم لوری دی، بلنه نه‎ده ورکړل شوې.

د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال او د دیني عالمانو د شورا غړي محمد قاسم حلیمي ازادي راډیو ته وویل، په دې کنفرانس کې به ۱۵ تنه دیني عالمان له افغانستانه، ۱۵ تنه له پاکستانه او تر ۱۵ زیات به له اندونیزیا څخه ګډون وکړي.
نوموړی وايي:

“موږ غواړو چې افغانستان کې پر اوسني ناورین او دلته پر روانه جګړه چې په طبیعي شکل یوه تحمیل شوې، ناروا جګړه ده له دیني اړخه بحث وکړو. د درې واړو هېوادونو د دیني عالمانو ترمنځ به پر دې جګړې او د دې جګړې پر عواملو له اسلامي لحاظه بحث کېږي. طالبان په‌دې غونډه کې نه‎دي بلل شوي.”

د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال یوسف کالا چې تېره اوونۍ یې د کابل پروسې په غونډه کې ګډون درلود وايي، هیله‎مند دی چې دا کنفرانس د افغانستان د سولې لپاره په یو توافق یا د دیني عالمانو په فتوا تمام شي.

کالا او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریتنو مرسودي د خپل هېواد د دیني عالمانو له شورا سره د جاکارتا د دې کنفرانس لپاره پر چمتووالي خبرې کړې دي.
که څه هم افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د دې کنفرانس د جوړېدو دقیقه نېټه په رسمي توګه نه‎ده اعلان شوې، خو تمه کېږي چې د مارچ له ۱۵مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۹مې نېټې به جوړ شي.

په عین حال کې د اندونیزیا د دیني عالمانو د شورا د نړیوالو اړیکو رئیس محي‎الدین جنید ویلي، هېواد یې د دې لپاره د افغانستان د سولې په خبرو کې د منځګړي په توګه انتخاب شوی چې د افغانستان حکومت اندونیزیا بې‌طرفه ګڼي.

په عین حال کې د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال او د دیني عالمانو د شورا غړی محمد قاسم حلیمي د افغانستان د سولې په هڅو کې د اندونیزیا رول مهم او مؤثر بولي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چي په جاکارتا کې به د دیني عالمانو دې غونډه کې د انتحاري حملو پر ضد هم فتوا صادره شي؟

ښاغلي حلیمي وویل:

“د انتحاري حملو په اړه موږ فتوا ته اړتیا نه‎لرو، حرام او حلال په‌دین کې معلوم دي. انتحاري حملې حرامې دي او دې ته هېڅ‌څوک جواز نه‎شي ورکولای، البته موږ پر هغو عواملو بحث کوو چې یو څوک دې انتحاري حملو ته مجبوروي. پر دې غږېږو چې ایا دا موضوعات د شرعي لحاظ نه د دې وړ دي چې یو څوک دې انتحاري حمله وکړي.”

جاکارتا کې به د دیني عالمانو دې غونډه کې د انتحاري حملو پر ضد هم فتوا صادره شي؟
د جاکارتا دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې ده، د افغانستان په اړه یوه بله نړیواله غونډه د همدې مارچ میاشتې په وروستیو کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شي.

د دې کنفرانس په درشل کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه، نن چهارشنبه د یوې اوونۍ په مخه واشنګټن ته ځي او د سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره به لیدنې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د جرمني خبري اژانس ته ویلي، مېرمن جنجوعه به د تاشکند له غونډې مخکې امریکايي چارواکو ته ووايي چې پاکستان د افغانستان په اړه څه کولای او څه نه‎شي کولای؟

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.