د بلخ والي انجنیر داود: زه له یوه پیاوړي کاري ټیم سره بلخ ته ځم

 

 

تاند – د بلخ ولایت لپاره نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داود وایي چې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور د هغه شاګرد دی، او دی وو چې په لومړي ځل یې عطامحمد ته ټوپک په لاس ورکړ چې ډز وکړي.

انجنیر داود په کابل کې له اریانا نیوز تلوېزیوني شبکې سره په یوه مفصله مرکه کې وویل چې د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د صوفي محمد امین له شهادت نه وروسته ده ډېرې هڅې وکړې او د هغه افراد یې دې ته چمتو کړل چې د عطامحمد نور تر مشرۍ لاندې کار وکړي.‌

انجنیر داود وویل،‌ دی ما د هغه ګروپ قوماندان جوړ کړ.‌

د اریانا نیوز تلوېزیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې که جمعیت له تاسو سره همکاري ونه کړي، ایا تاسو کولی شئ چې د بلخ د والي په توګه کار پیل کړئ؟ ښاغلي داود وویل چې هغه له بېلابېلو لوریو او پخپله د اسلامي جمعیت مشر صلاح الدین رباني سره خبرې کړي او هغوی ورسره منلې چې دی حمایه کوي.

د بلخ نوي والي وویل چې د بلخ ولایت امنیتي وضعه به د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په واسطه بهتره کړي.

نوموړي وویل چې دی د یوه قوي کاري ټیم په ملتیا بلخ ولایت داخلېږي او د بلخ ولایت چارې به په منظمه توګه پرمخ بوځي.

انجنیر داود وویل چې په بلخ او سیمه کې یوازې جمعیت نه بلکې نورو تنظیمونو؛ حزب اسلامي،‌ حزب وحدت او نورو هم جهاد کړی دی او یوازې یوې ډلې پورې منحصرول یې نامناسب کار دی.‌

د بلخ والي وویل، زه د بلخ ولایت خلکو ته وعده ورکوم چې زه به ورته خدمت کوم.‌

انجنیر داود په خپله مرکه کې وویل چې ولسمشرغني یو پرکار شخص دی او دی هم د هغه په څېر د کار مینه وال کس دی او غواړي چې په بلخ ولایت کې کار وکړي.‌

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.