د بغلان لپاره د طالبانو د والي په شمول یو شمېر قوماندانان ووژل شول

 

 

تاند – د بغلان ولایت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی تش په نامه والي د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.‌

د بغلان د امنیې قوماندان پاسوال اکرام الدین سریع وایي،‌ په دغو عملیاتو کې چې د افغان هوایي ځواک په مرسته په ډنډ غوري سیمه کې ترسره شول د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي ملا هلال،‌ ملا شیرعلم،‌ ملا شهاب الدین،‌ ملا جانباز او قاري خالد ووژل شول.‌

قوماندان سریع وایي چې په یادو عملیاتو کې خواوشا ۲۰ تنه نور وسله وال هم وژل شوي دي.‌

د بغلان د امنیې قوماندان وایي،‌ دا عملیات په بغلان کې تر ټولو لوی عملیات وو او ویې ویل چې امنیتي ځواکونو له پاکستان سره د طالبانو یو ارتباطي کس او د هغه همکار نیولي دي.‌

ویل کیږي چې په بغلان او د شمال په یو شمېر نورو سیمو کې څو کاله وړاندې وروسته له هغه خلک د طالبانو له لیکو سره یو ځای شول چې د حکومت په چوکاټ‌ کې داخل شویو د پخوانۍ شمال ټلوالې ملېشو د پښتنو وژنې او د مالونو لوټونې پیل کړې خو د قربانیانو غږ ته چا غوږ ونه نیو.‌

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.