د بشر حقونو د څار نړیواله ډله: افغان ځواکونو له جنګي مقرراتو جدي سرغړونې کړي

دآزادی راډیو

د بشر حقونو د څار نړیواله ډله وايي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو له ملاتړه برخمن افغان وسله والو ځواکونو ځانګړې قطعې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.

دغه ډله وايي، د “د سي ای اې” له ملاتړه برخمنو افغان ځواکونو له جنګي مقرراتو جدي سرغړونې کړي او په ځینو مواردو کې تر جنګي جنایته پورې رسېدلي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ، د دغو قطعو د منحل کېدو غوښتنه کړې.

د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې، پټریشیا ګاسمن ویلي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د سي آی اې له ملاتړه د دغو برخمنو ځواکونو ۱۴ قضیې څېړلي دي.

دې وویل: “دوه کاله دمخه کله چې ما د هوایي بمباریو په تړاو څېړنه کوله او په دی تړاو مې له ګڼو خلکو سره خبری کړی وی، یو کس ما ته راغی او د یوی ډیری بی رحمه او له غمه ډکې پیښی په اړه یی راته کیسه وکړه. له هغه مهاله زه په دی پوه شوم چې هوایی بمباری ډیری شوی او له دغو بمباریو څخه زیانمن خلک ډیر کړیدلی او د تیښتی لار ځینی ورکه ده. له څنګه چې موږ په راپور کې هم لیکلی، دغه کس راته وویل چې نیمه شپه پوځیان راغلل او څو کسان یی وویشتل او څو تنه نور یی ژوندی یوړل، خو موږ ته یی ونه ویل چې دا کسان یی ولی ویشتل.”

په راپور کې د صفر، یو صفر دوه، صفر درې، صفر څلور په نوم ځانګړې قطعې، د کندهار یرغلیز ځواک، خوست کمپاین چې په ښکاره د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې فعالیت لري، خو د څار ډله وايي، چې د دغو ځواکونو مدیریت د امریکا استخباراتي ادارې په لاس کې دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سي آی اې ویندوی ټیموتي باریټ د بشري حقونو د څار د ډلې د راپور په غبرګون کې ویلي چې دوی له قانون سره سم او د بشپړې څارنې د سیستم مطابق عملیات کوي.

دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې له دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د یادوځانګړو قطعو د عملیاتو پر مهال د ملکیانو و ژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې دغه راپور یې ترلاسه کړی او څېړي یې.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې وايي، چې راپور کې د حقایقو ترڅنګ ځینې تېروتنې هم شته.
“د بشري حقونو د څار سازمان راپور موږ ته رسېدلی، په راپور کې د راغلي هر مورد په اړه موږ په خپل وخت اقدمات کړي او واضح موقفونه مو نیولي، د راغلو موضوعاتو په اړه اصلاحي پروګرامونه هم روان دي، په راپور کې ځینې حقایق هم نشر شوي، تر څنګ یې ځینې تېروتنې هم شته، موږ به د راپور هره برخه هر مورد، ټکی په ټکی او بند په بند وارزو او د خپلو ارزونو په رڼا کې به مفصل ځواب ورکړو.”

خو اوس پوښتنه داده چې ایا افغان حکومت د دغه ځانګړو قطعو د منحل صلاحیت لري کنه؟

د پوځي چارو کارپوه باري عارض دغه پوښتنه داسې ځوابوي: “افغان حکومت په یوازې توګه نه شي کولی چې دغه تشکیلات منحل کړي، باید داسې مسایل افغان حکومت او امریکا په ګډه وارزوي او په اړه یې تصمیم ونیسي.”

دا لومړی ځل نه دی چې په دې اړه د بشرحقونو د څار ډله اندېښنه ښکاره کوي، بلکې له دې وړاندې د بشري حقونو د څار یو شمېر افغاني سازمانونو هم بیا بیا اندېښنې ښودلې وې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.