د بشري حقونو خپلواک کمیسیون؛ د سولې خبرو پر مهال هدفي وژنې د منلو نه دي

 

تاند ( یک شنبه، د میزان ۱۳) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو پر مهال هدفي وژنې د سولې خبرو د روحیې خلاف بللې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی د موندنو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۴۵ ملکي وګړي د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له همدې ډلې ۵۳۳ هغه یې وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه کمیسیون په خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په پام دې د تاوتریخوالي کمښت په اړه د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

سرچینې دغه راز له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

یاد کمېسیون داسې مهال له حکومت نه د عامو خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې په بمي چاودنو کې د عامو خلکو مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.