د ایران وروستیو څرګندونو د افغانستان حکومت په غوسه کړی

 

تاند، دوشنبه، د حمل ۴ مه: د افغانستان د باندنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي، تمه یې نه وه چې ایران به د افغانستان د چارو او مسایلو په اړه دومره سطحي نظر ولري.

د ایران د باندنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د د سیاسي اختلافاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه دا اختلافات له دئ کبله زیات شول چې امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ستونزو ته پاملرنه ونه کړه.

ایران، د امریکا له لوري ټاکنو ته نه توجه او د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو څخه درس نه اخیستل د روان سیاسي کړکېچ سرچینه بللې او زیاته کړې یې ده، د امریکا د ولسمشر ټاکنیز کمپاین ته لومړیتوب ورکول او سیمه ییز ثبات او امنیت ته له پامه پرته د خبرو مخته وړل د دې لامل شول چې د افغانستان پر داخلي وضعیت لسترګې پټې کړل شي او په تعقیب یې اوسنی حالت رامنځته شي.

خو د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د ټویټر له لارې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په ځواب کې ویلي: ((د افغانستان اسلامي جمهوریت د ایران له اسلامي جمهوریت سره مخ پر ودې اړیکې لري. دواړه هیوادونه ډیر تاریخي، مذهبي او کلتوري مشترکات لري. موږ د ایران له اسلامي جمهوریت څخه داسې تمه نه درلوده چې د افغانستان د چارو او مسایلو په اړه به دومره سطحي نظر ولري))

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په غیرمستقیم ډول د پخواني اجرايي رييس عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ شوی دی. تر دې وړاندې دې وزارت هڅه کړې چې د افغانستان په چارو کې بې پرې واوسي خو د دغه هیواد د استخباراتو وزارت او د سپاه پاسداران ویبپاڼې او رسنۍ په ښکاره د ولسمشر غني مخالفت کوي او د عبدالله ننګه.

سپاه پاسداران اوس د ښاغلي غني له نوم سره د ولسمشر کلمه نه کاروي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.