د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د اوبو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړه

 

 

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د اوبو او سیاسي مسایلو لپاره کمېټې جوړې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي د یکشنبې په ورځ وویل، څو اوونۍ مخکې د افغانستان پلاوي تهران ته ورغلل چې په لړ کې یې د دوو هیوادونو ۵ ګډو کمېټو کار پیل کړ.

ده د دوو کمېټو مسوولیت د ایران د بهرنیو چارو وزارت وباله او ویې ویل چې په دغو کمېټو کې د اوبو د کمېټې مسوول ښاغلی عراقچي او د سیاسي کمېټې مسوول ښاغلی رحیمپور دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي

قاسمي دا څرګندونې د افغانستان د اوبو او بندونو په وړاندې د ایران د ولسمشر حسن روحاني پر څرګندونو د افغانانو له پراخو عکس العملونو وروسته وکړې.

روحاني په تهران کې یوې غونډې ته د وینا په مهال د افغانستان د کجکي، کمال خان او سلما پر بندونو د انتقاد په ترڅ کې وویل چې ایران به په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

د روحاني دا څرګندونې د افغانانو له خورا بې ساري عکس العمل سره مخامخ شوې.

افغان حکومت هم د روحاني څرګندونې بې ځایه وبللې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف سفر ګټور وباله. دا په داسې حال کې ده چې ظریف د روحاني تر څرګندونو ډېر وړاندې کابل ته راغلی و.

ایراني رسنۍ په ښکاره په افغانستان کې د بندونو له جوړېدا سره مخالفت کوي او وايي چې د افغانستان اوبه باید په اوسني ډول او حتي تر دې ډېرې ایران ته وبهېږي.

په وروستیو ورځو کې ایراني اجیرانو د سلمان بند د ویجاړولو په هدف په چیشت شریف ولسوالي کې د سلما بند د ساتونکو پولیسو پر پوستو یرغل وکړ او لږترلږه ۱۰ تنه افغان پولیس یې شهیدان کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي«موږ له دوست او ګاونډي هیواد افغانستان سره د بحث لپاره ډېر مسایل لرو او په هغو کې یوه تر ټولو مهمه چې په وروستیو کلونو کې زیاته یاده شوې ده، د بندونو پر سر بحثونه دي. د بندونو په ډله کې یو هم د سلما بند دی چې د هندیانو له لوري په ۲۵۰ ملیون ډالرو جوړ شو او په هغه کې زموږ د اوبو حق او حقوقو ته پام نه دی شوی. دا بند د ایران د خراسان پر اوبو ډېر اغېز لرلی شي او دا یوازې یوه بېلګه ده.»

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې له ایران څخه افغانستان ته لږترلږه د درو بهیدونکو سیندونو اوبه د ایران له لوري په وروستیو کلونو کې کاملاً پرچاو شوي دي خو ایران په دې اړه څه نه وايي.

ډېری کتونکی د افغانستان د جګړې د دوام په څو عواملو کې یو هم د افغانستان اوبه بولي. پاکستان هم د افغانستان له ثبات او سولې سره د خپل مخالفت په توجیهاتو کې د ډیورند کرښې ترڅنګ د اوبو یادونه کوي او فکر کوي چې ارام او سوله ییز افغانستان به پر کابل او کونړ سیندونو بندونه جوړ کړي.

د انرژۍ کارپوهان وايي چې که د ګاونډیو هیوادونو دښمني کمه شي افغانستان د برښنا دومره لوړ ظرفیت لري چې نه یوازې خپلو ټولو وګړو بلکې اکثرو ګاونډیو ته هم برښنا ورکولی شي. خو اوس افغانستان د خپلو شمالي ګاونډیو برښنا ته محتاج دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.