د ایران، افغانستان او ازبکستان ترانزیتي دهلېز په ازمېښتي ډول پرانستل شو

 

تاند(دوشنبه، د اسد۲۰) ایران وايي، د افغانستان، ایران او ازبکستان ترمنځ ترانزیتي دهلیز د دغه هیواد له شهید رجايي بندر څخه د افغانستان له لارې ازبکستان ته د تجارتي مال د لېږلو په وسیله پرانیستل شو.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دې هیواد د ګمرک چارواکو نن وویل، له شهید رجايي بندر څخه، چې د دغه هیواد په جنوب کې دی، د دوغارون بندر له لارې د ازبکستان په لور د افغانستان له لارې په سوداګري مالونو بار کانتینرونه روان شول.

د ایران د ترانزیتي چارو د ګمرکونو د ادارې رييس مصطفي ایاتي وویل، افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د ایران لپاره تر ټولو ارزانه او لنډه لار ده او دا دهلېز یې د لویو لارو د ترانسپورت د نړیوالې اتحادیې په همکارۍ پرانیست.

ده همداراز وویل، دې ازمېښتي ترانزیتي دهلېز وښوده چې د افغانستان حکومت جدي اراده لري چې خاوره یې د منځنۍ اسیا او د ایران په شمول د نورو هیوادونو ترمنځ پر یوه ترانزیتي دهلېز بدل شي.

ده افغانستان د تودو اوبو (پاکستان، هند، خلیجي هیوادونو او ایران) او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو تر ټولو لنډه او مناسب دهلېر وباله.

د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني ډېره هڅه کوي چې افغانستان د سیمې د هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې په ترانزیتي لارې بدل شي.

د ایران له لوري د رېل پټلۍ تر هرات ښار پورې د غځېدو په حال کې ده او په پام کې ده چې دا رېللار د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان له رېللارو سره ونښلول شي. د دې پټلۍ د بشپړېدو له کبله به د افغانستان لارې لا ارزانه او لنډې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.