د انټرکانټیننټال هوټل په پېښه کې د کام ایر شرکت ۹ کارکوونکي لا هم لادرکه دي

 

دآزادی راډیو

د کام ایر خصوصي هوايي شرکت چارواکي وايي، د کابل د انټرکانټیننټال هوټل په پېښه کې د دوی یو شمېر پیلوټانو او کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه شرکت جنرال ډایرکټر صمد عثمان صمدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د تلفاتو په اړه ځکه کره معلومات په لاس کې نه‌شته چې لا هم د دوی یو شمېر کارکوونکي ورک دي او د ځینو جسدونه ورته نه‎دي سپارل شوي.
دی وايي:

“زموږ له ۴۰ زیات کسان چې په هوتل کې وو، یو برخه‌یې معلومه نه‎ده چې شته او که نه‎شته؟ دومره ویلی شم، هغه کسان چې موږ تر لاسه کړي، لا هم زموږ ۹ تنه ورک دي، عدلي طب تشخیص کړي نه‎دي او رسمي معلومات‌یې نه‎دي راکړي.”

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله پای ته ورسېده

د یکشنبې په شپه او د یکشنبې په ورځ پنځو وسله‎والو طالبانو په کابل ښار کې پر انټرکانټیننټال هوټل ډله‎ییزه حمله وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په یاده پېښه کې ټول‌ټال ۱۹ کسان چې ۱۴یې بهرنیان وو، وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په بهرنيو وژل شويو کسانو کې یو یې د قرغزستان، ۹ يې د اوکراین، یو یې د یونان او د درېیو نورو هویت لا نه‎دی څرګند.

د روېټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې په دغه برید کې اکثره وژل شوي کسان د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت بهرني کارکوونکي او پیلوټان شامل دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې پر انټرکانټیننټال هوټل له حملې ۲۲ جسدونه عدلي طب ته وروړل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مجروح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“د انټرکانټیننټال هوټل د تېرو دوو ورځو له پېښې د عدلي طب ریاست ته ۲۲ جسدونه انتقال شوي چې له‎منځه‌یې ۱۱ بهرنیان ۸یې نارینه څلور یې ښځې دي، پنځه جسدونه د انتحاریانو دي او پاتې ۷یې افغانان دي، د جسدونو عمومي هویت معلوم شوی، جزئیات‌یې له اړوندو ارګانونو تر لاسه کولای شئ.”

د حملې پر مهال په هوټل کې اور هم لګېدلی وو چې د پېښې زیاتره قربانیان سوځېدلي دي.

د کام ایر خصوصي هوايي شرکت چارواکي وايي، هڅه کوي خپل پروازونه چې اوس زیانمن شوي، عادي حالت ته راولي.

د دوی په وینا زیاتره پیلوټان چې له حملې ژوندي هم وتلي دي، د دې جوګه نه‎دي چې پروازونه وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.