د اندونیزیا ولسمشر د سولې له یوې طرحې سره کابل ته راورسېد

 

تاند- د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو نن کابل ته راغی چې له ولسمشر غني سره د افغانستان د سولې په اړه پر خپلې طرحې خبرې وکړي.

د اندونیزیا ولسمشر پرون په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره مخکې تر مخکې مشورې وکړې.

اندونیزیا هم د نورو هیوادونو په شان باور لري چې د افغانستان جګړه له پاکستان سره زیاته تړلې ده.

ده په اسلام اباد کې خپل پاکستاني ساري ممنون حسین ته وویل، افغانان له ډېرو کلونو راهیسې په جګړه کې سوځي او لا هم د افغانانو مصیبتونه دوام لري، اندونیزیا حاضره ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي.

ولسمشر ویدودو د پاکستان ولسمشر ته وویل چې جنګ د هیچا په ګټه نه دی، نو ښه دا ده چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ وشي.

ده پاکستاني خوا ته د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د یوې درې اړخیزې کمېټې د جوړېدو وړاندیز وکړ.

اندونیزیا د وګړو د شمېر له نظره تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی.

د اندونیزیا ولسمشر ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هرکلی ووایه او وروسته په ارګ کې د ولسمشر غني په ګډون د تشریفاتو مراسم په ځای شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.