د انتخاباتو کمېسیون: څو ځلې د انتخاباتو کمېسیون پر سرور سایبري حملې شوي

دآزادی راډیو

تراوسه څو ځلې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر سرور سایبري حملې شوې دي.

له تېرو درې ورځو راهیسې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د انتقال سرعت له ستونزو سره مخ و.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د سرعت د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري حملو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و.

د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور حملې شوي دي.
دا چې څو ځلې حملې شوي، اغلې ظریفي وایي: په دې باندې زه نه پوهېږم، کره نه شم ویلی چې څو حملې شوي، په هر صورت، هڅې شوي، خو هېڅ کله هم نه دي توانېدلي چې له لومړي امنیتي کمربنده تېر شي او سرور ته دننه شي، موږ په دې برخه کې هېڅ اندېښنې نه لرو، ځکه د درملوګ کمپنۍ ډاډ راکړی.

دا چې په سرور باندې حملې د چا او یا کوم هېواد له لوري شوي دي، اغلې ظریفي په دې اړه معلومات ور نه کړل.

درملوګ کمپنۍ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د بایومټریک دستګاوو چمتو او مرکزي سرور د چارو سمبالوونکې ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کور دننه په مرکزي سرور باندې د سایبري حملو د دفع کولو امکانات نه لري.

د دغه کمېسیون غړې ظریفه وايي چې د انتخاباتو کمېسیون سرور ایمني یا امنیتي تدابیر د جرمني د درملوګ کمپنۍ له لوري نیول کېږي.

د سایبري چارو کارپوهان وايي، هغه مهال چې د انتخاباتو د کمېسیون سرور په افلاین ډول کار وکړي، په کور دننه هکران کولی شي چې هغه هک کړي.
د دغو چارو کارپوه فرید احمدي ازادي راډيو ته وویل، که چېرې سرور په انلاین ډول کار وکړي، د سیمې او نړۍ هکران کولی شي چې په سرور کې لاسوهنه وکړي او د ځان په ګټه ورکې بدلون راولي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د درملوګ کمپنۍ کولی شي چې له جرمني د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د مرکزي سرور امنیت خوند کړي؟

ښاغلی احمدي په دې اړه وايي: دوی (درملوګ) کولی شي چې هغه سرورونه چې ورسره دي او بل سرور چې په کابل کې او هلته جرمني ته اطلاعات انتقالوي، د بهرنیو هېوادونو له حملو خوندي وساتي، خو په کور دننه نه شي کولی چې له سروره ساتنه وکړي، ځکه سرور دلته ده، هکران له هر ځایه کولی شي چې اطلاعات غلا کړي او پکې بدلون راولي.

ښاغلی احمدی وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د خپلو سرورونو د ښې ساتنې او په کور دننه له هک کېدو څخه د مخینوي لپاره مسلکي کسان په دندو وګماري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، کمېسیون باید تر اخري بریده هڅې وکړي، څو د کمېسیون سرور په کور دننه او بهر له هک کېدو وساتي.

د نوموړي په وینا، که چېرې سرور هک شو، نو د میزان د شپږمې انتخابات به تازه جنجالونو ته ولاړ شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.