د انتخاباتو کمېسیون: نن به د کاندیدانو اسناد په علني جلسه کې تصویب شي

 

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس وايي چې نن به د کاندیدانو د نوم‎لېکنې راټول شوي اسناد د دغه کمېسیون په یوه علني جلسه کې تصویب شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټولو کاندیدانو اسناد مرکز ته را رسېدلي او د کمېسیون د تخنیکي همکارانو له لوري څېړل شوي.

ښاغلي صیاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه اسناد به د ناظرو بنسټونو، مدني ټولنو او خبریالانو په وړاندې د کمېسیون په یوه علني جلسه کې تصویب او بیا به د کاندیدانو لومړنۍ لېست خپور شي.
دی وايي:

“د کمېسیون له تصویبه وروسته د هغو کسانو نومونو اعلانېږي چې زموږ لومړني لېست ته لاره پیدا کوي، هغه کسان چې لومړني لېست ته یې لاره نه‎وي موندلې، کولای شي د شکایتونو کمېسیون ته د قانون مطابق شکایت وکړي، هغه شکایتونه چې مؤجه وي، د شکایاتو کمېسیون به یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره شریک کړي او له هغې وروسته به زموږ وروستۍ نوم‎لړ اعلانېږي.”

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو نوم‎لېکنه د جوزا د میاشتې په ۵ مه پيل او د همدې میاشتې په ۲۲مه پای ته ورسېدله.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې څه باندې شپږ زره تنو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو څوکیو ته فورمې ډکې کړي دي.

په یادو کسانو کې ۲۴۵۴ یې د ولسي جرګې او۳۷۳۱ یې د ولسوالیو شوراګانو لپاره احتمالي کاندیدان دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د انتخاباتي مهال‎ویش سره سم ټاکل شوې وه چې د سرطان په اوومه د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان کړي.

وبه لیدل شي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په لومړني لېست کې څومره کاندیدان د میزان د ۲۸مې انتخاباتو ته لاره پیدا کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنره شریفه زرمتۍ وردګ په علني غونډو کې د اسنادو څېړل د شفافیت لپاره مهم بولي.
نوموړې وايي:

“په علني غونډو کې د اسنادو څېړل د کار د ښه‎والي او شفافیت لپاره اړینه او ښه پروسه ده، د قانون له مخې کمېسیون دا صلاحیت لري چې د کمېسیون دارلانشاه کار کوونکي او کمېشنران په خپلمنځي غونډو کې د کاندیدانو اسناد وڅېړي.”

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه ټینګار کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو اسناد په دقیقه ټوګه وڅېړل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مرستیال مراد علي مراد چې تازه د کابل د ګارنیزیون عمومي قوماندان ټاکل شوی وايي چې د ۳۴ ولایتونو ۳۴۰ ولسوالیو ته انتخاباتي تخنیکي او لوژیستکي مواد رسېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې امنیت د روان لمریزکال د میزان د ۲۸مي نېټې د انتخاباتو په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده، خو افغان چارواکي د انتخاباتو مرکزونو د امنیت ډاډ ورکوي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.