د انتخاباتو کمېسیون: راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې د ټاکنو مهال وېش اعلانېږي

 

دآزادیراډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مهال وېش رسماً اعلان کړي.

وروسته له هغې چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په پڅ بهیر انتقادونه زیات شول، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغه بهیر د چټکتیا لپاره به ډېر ژر انتخاباتي مهال وېش اعلان کړي.

د دغه کمېسیون کميشنر سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ټول پړاونه په دغه مهال وېش کې ځای پرځای شوي دي.
نوموړی وایي:

“د دې لپاره چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر چټک شي، له قانون سره سم باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ۱۸۰ ورځې وړاندې خلک په جریان کې کړي چې دغه مهال وېش به په یوه یا دوو ورځو کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلان شي، ډېرې مهم پړاونه یې دادي، ټول هغه کسان چې رأیه ورکوي او یا ځان کاندیدوي، له نېټې سره یوځای به په دغه مهال وېش کې اعلان شي.”

ښاغلی هاشمي له حکومته غواړي چې د انتخاباتي مرکزونو او د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې مرسته وکړي، څو خلک وتوانېږي چې د امن په فضا کې په دغه بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دغه کمیشنر وايي چې د لومړیو ورځو په پرتله د نوم لیکنې بهیر ښه شوی، د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۱۳ زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

په دې وروستیو کې ولسمشر لارښونه کړې چې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر د چټکیا په خاطر دې، ټول دولتي کارکوونکي له خپلو کورنیو سره یوځای نومونه ثبت کړي.

محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له غړیو سره په لیدنه کې ټولو والیانو ته لارښونه وکړه چې له دولتي مامورینو وغواړي، څو په راتلونکې اوونۍ کې له خپلو کورنیو سره یو ځای د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه و کړي.

د ولسمشر غني دغه اقدام د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتو د څار بنسټونو له هرکلي سره مخ شو.

وروسته له هغې چې د تېرې شنبې په ورځ د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو، د انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونو او د ولسي جرګې غړو انتقاد وکړ او ویې ویل چې ځکه دغه بهیر پڅ پر مخ ځي چې په دې اړه لا له وړاندې خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره د روان لمریز کال د میزان ۲۸ مه ټاکلې ده.

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د انتخاباتي مهال وېش له اعلانه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې دغه مهال وېش باید په پوره دقت اعلان شي.
د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“که چېرې مهال وېش هم اعلانېږي، نو باید د یوه دقیق سنجش په اساس اعلان شي، که دقیق سنجش نه وي او مهال وېش اعلان شي او انتخابات هم ونه شي، دا به بیا په انتخاباتو د خلکو باور ته لوی زیان ورسوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید دا ظرفیت ولري چې د انتخاباتي مهال وېش له اعلان سره سم انتخابات مدیریت کړي.”

ښاغلي ایوب زاده د منابعو موجودیت، په انتخاباتو کې د خلکو ګډون، د سیاسي ګوندونو نظارتي رول، د څار بنسټونه، امنیت او مالي سرچینې مهمې بولي او ټینګار کوي چې کمېسیون باید د مهال وېش له اعلان وړاندې یادو مواردو ته پام وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې مهال د انتخاباتي مهال وېش د اعلان خبره کوي چې د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتي مرکزونو د امنیت ډاډ ورکوي او وايي، خلک کولای شي چې په هوسا ډول په دغه بهیر کې ګډون وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.