د انتخاباتو کمېسیون: د ولسي جرګې د نوماندانو د کمپاین پروسه د جمعې په ورځ پیلېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د نوماندانو ترمنځ انتخاباتي مبارزې د راتلونکې جمعې په ورځ پیلېږي.

د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي کمپاینونه پیلېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې کاندیدان باید د کمپاین په ورځو کې د یو بل په کارونو کې لاس وهنه وکړي او برنامې يې باید د قانون د ماتولو او عامه نظم د ګډوډولو لامل نه شي.
​دی وایي:

“انتخاباتي مبارزې د راتلونکې جمعې په ورځ د میزان په ۶مه پرته له غزني په ټولو ولایتونو کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې به دوام وکړي، دوه ورځې د سکوت دوره ده او له ټولو کاندیدانو غواړم چې د انتخاباتي مبارزې لایحه مراعت کړي او د مالي لګښتونو په برخه کې هم د کمېسیون پر کړنلاره عمل وکړي.”

د کاندیدانو ترمنځ د یو بل په وړاندې د ستونزو مخنیوی، له دولتي امکاناتو د ګټې نه اخیستل، د عامه نظم د ګډوډولو مخه نیول، د سیمه ییزو، قومي او مذهبي تعصب نه کول او مالي لګښتونو ته پاملرنه د دغې لایحې مهم موارد دي.

ښاغلی هاشمي له افغان رسنیو غواړي چې په خپلو انتخاباتي خپرونو کې له برابرۍ کار واخلي او له امنیتي بنسټونو غوښتنه کوي چې باید خپل بې پري توب وساتي او هېڅ کاندید ته اجازه ورنه کړي چې له دولتي امکاناتو ګټه واخلي.

ښاغلي هاشمي وايي چې د میزان د ۲۸مې انتخابات به د بایومیټریک په سېستم ترسره شي، خو که د دغه سېستم په وړاندې ستونزې جوړې شوي، نو په بدیلې لارې يې هم فکر کړی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د روانې میزان میاشتې په ۵ مه به د بایومیټریک ۴۴۰۰ ماشینونه دوی ته ورسېږي او د همدغې میاشتې تر ۱۲مې به د دغه سېستم ۱۷۶۰۰ سیټه نور ماشینونه به هم افغانستان ته را انتقال شي.

د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د رأیو ورکولو ۵۱۰۰ مرکزونه او ۲۱۰۰۰ محلونه جوړ شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتو حساس او غیر حساس مواد یو شمېر ولایتونو ته رسېدلي او ځینو ولایتونو ته پر لاره دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې لېست د بشپړېدو په حال کې دی چې د ۱۴ ولایتونو خپور شوی او د پاتې نورو ولایتونو به د میزان د میاشتې په ۷مه اعلان شي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د کاندیدانو له لوري د انتخاباتي قانون او لایحو پر رعایت ټینګار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتي مبارزو پر مهال باید کاندیدان له زور، پیسو، ګواښونو او فشارونو څخه ګټه وانه خلي.
دی زیاتوي:

“کله چې له قانونه سرغړونه کېږي، نو په دې وخت کې د کارونو د طریقو په اړه پوښتنې پیدا کېږي، فساد منځته راځي او په ټوله کې انتخاباتي سرغړونې ترسره کېږي، موږ له کاندیدانو غوښتنه کوو چې قانون باید ومني او له قومي بحثونو لېرې سوله ییزې انتخاباتي مبارزې ترسره کړي.”

ښاغلی رشید همدا شان وايي چې دوی به د کاندیدانو ترمنځ له انتخاباتي مبارزو جدي څارنه وکړي او په دې برخه کې به د کاندېدانو سرغړونې له خلکو سره شریکې کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.