د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو یوه کړنه هم د کمپاین نه ده

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک دغه اندېښنې مناسبې نه ګڼي چې ویل کېږي، انتخاباتي ټکټونو مخکې له وخته کمپاینونه پیل کړي دي.

په انتخاباتي مسایلو پورې اړوند د ولسمشریزو انتخاباتي تکټونو څرګندونو د انتخاباتو د څار بنسټونه اندېښمن کړي او دغه څرګندونې له وخته مخکې انتخاباتي کمپاین ګڼي.

خو د دغو اندېښنو پروړاندې د انتخاباتو خپلواک وايي، د ولسمشریزو احتمالي کاندیدانو یوه کړنه هم په کمپاین کې نه شمېرل کېږي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات ازدي راډیو ته وویل:
“تر هغې چې وروستی لېست اعلان شوی نه وي، دوی له موږ سره احتمالي کاندیدان دي او هېڅ کړنه یې کمپاین نه ګڼل کېږي.”

په دې وروستیو کې ولسمشریزو انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدانو د بېلابېلو موضوعګانو او په تېره د سولې اړوند ناستو کې د انتخاباتو او د دغې پروسې پر شفافیت خبرې کړي دي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته اتلسو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ فیفا مسؤلین وايي، دغه انتخاباتي ټکټونه د سولې له پروسې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او مخکې له وخته یې کمپاینونه پیل کړي دي.

د دغه بنسټ د پروګرامونو مسؤل محمد نعیم اصغري وویل:

“لیدل کېږي چې په دې وروستیو کې ځیني انتخاباتي ټکټونه د سولې له پروسې دیوې وسیلې په توګه کار اخلي او مخکې له وخته یې غیر قانوني کمپاینونه یې پیل کړي دي.”

د دغه بنسټ مسؤلینو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې

ډېر ژر دې د ولسی جرګې د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او په دې اړه دې د خلکو اندېښنې ختمې کړي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.