د انتخاباتو کمېسیون: د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو ۵۲ مرکزونه تړل شوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې یې د رأيې ورکوونکو د نوم ثبتولو ۵۲ مرکزونه تړلي دي.

د انتخاباتو کمېسیون په ټول هېواد کې د رأيې ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتولو د ۴۵۸ مرکزونو نه، ۴۰۶ خلاص کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات وايي، د دغو مرکزونو د تړل کېدو بل لامل، د دغه پروګرام له عملي کیدو سره، د پوهنې وزارت نه همکاري ده.

دی وايي: “۱۵ مرکزونو ته مواد نه‌دي رسیدلي، له ۳ مرکزونو سره د پوهنې وزارت مرسته نه‌ده کړې او نور د امنیتي ګواښونو له امله خلاص نه‌شول، امنیتي ځواکونه هڅې کوي، څو تړلي مرکزونه خلاص کړي چې خلک نوم‌لېکنه وکړي.”

پخوا تر دې دغه کمېسیون ویلي و هڅه کوي چې په ټول هېواد کې رأيې ورکوونکو لپاره مرکزونه خلاص وساتي، خو په‌دې وروستیو کې یې وویل چې په ۳۳ ولایتونو کې یې ۶۵ مرکزونه تړلي دي.

دغه کمېسیون وايي، د امنیتي ګواښونو او ځینو مرکزونو ته د حساسو انتخاباتي موادو د نه رسېدو له امله ونه توانېد چې ټول مرکزونه خلاص وساتي.

کمېسیون دا هم وايي، تراوسه ۴۰۶ مرکزونو ته یې حساس مواد لېږلي چې د رأيې ورکوونکي پرمخ خلاص دي.

دغه کمېسیون وايي، بله اندیښنه چې ورسره ده هغه په راتلونکو انتخاباتو کي د نوم ثبتولو لپاره، د رأيې ورکوونکو کمرنګه حضور دی.

دغه کمېسیون وايي، د دغې پروسې له پیل راهیسې، ۲۲۶۳ کسانو نوم لیکنه کړې چې ۶۲۶ په‌کې ښځې او ۱۴ په‌کې کوچیان دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ولسي جرګې د رأيې ورکوونکو فهرست ته اعتبار ورکړی دی.

د دغه کمېسیون د مسؤلینو په خبره د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۹ میلیونو کسانو نومونه ثبت کړي وو او اوسنۍ تقویتي نوم‌لېکنه د دې لپاره ده چې که څوک د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له نوم ثبتولو پاتې وي، یا له هېواده بهر وي او یا يې اوس‌مهال قانوني سن پوره کړی وي، نوم‌لېکنه کولی شي.

په بلخ کې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې پروسه له کومو ستونزو سره مخ ده؟
په بلخ کې د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې د مراکزو کموالی او ناامنۍ سبب شوي څو ډېر شمېر کسان ونه‌شي کولی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنونو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

د چهاربولک، چمتال، دولت اباد او بلخ ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په‌دغه سیمو کې د ناامنۍ له امله تر دې دمه د رأيې ورکوونکو د نوم ثبتونې هېڅ یو مرکز نه‌دی فعال شوی.

د چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد کریم یې په اړه ازادي راډیو ته ووېل: “په چهاربولک ولسوالۍ کې اصلاً حکومت نه‌شته، له ولسوالۍ پرته نورې ټولې سیمې د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دي. د رأيې ورکوونکو د نوم ثبتونې هېڅ یو مرکز نه‌دی فعال شوی، خلکو سره د خپل امنیت وېره ده، هېڅ څوک د انتخاباتو په فکر کې نه‌دي.”

اجمل د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې له ورته ستونزې سرټکوي: ” په شولګرې ولسوالۍ کې د امنیت د نه‌شتون په خاطر تر دې دمه هېڅ‌چا د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې مرکز نه‌دی لیدلی. ستونزې ډېرې دي، ویل شوي چې یو مرکز به پرانېستل شي، خو تر دې دمه داسې نه‌دي شوي.”

د دهدادي، خلم، بلخ، کشنده او نهر شاهي ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په دغو سیمو کې یوازې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې یو یو مرکز پرانېستل شوی دی چې د یادو ولسوالیو د ټولو اوسېدونکو د اړتیاو د پوره کېدو ظرفیت نه‌لري.

د دهدادي ولسوالۍ د پشت باغ سیمې اوسېدونکی محمد ادریس یې په اړه وايي: “د شهید بلخي په ښوونځي کې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې یو مرکز پرانېستل شوی، د دهدادي په څېر یوې لویې ولسوالۍ ته چې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر نفوس لري د یوه مرکز پرانېستنه، بسنه نه‌کوي.”

په مزارشریف ښار کې د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې لس مرکزونه فعال دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، امکان لري د نوم ثبتولو د پروسې تر پایه پورې د تړلو مرکزونو شمېر، یا کم شي او یا زیات.

د انتخاباتو ځینې څارونکي بنستونه وايي، د ۵۰ مرکزونو په تړلو سره به ډېری کسان له نوم ثبتولو پاتې شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس ښاغلی یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس ښاغلی یوسف رشید
د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید وايي: “پر ځند انتقالات او په ورته وخت کې ناسنجول شوی پروګرام لامل شوی چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په څېر مواد او فهرست له یوه ولایته بل ته ولېږل شي او خلک له نوم لیکنې محروم شي، موږ اندیښمن یو په پای کې موږ له ستونزو سره مخ شو او بیا هم په انتخاباتو کې د ستونزو شاهدان اوسو.”

د دفاع وزارت وايي، د دغو مرکزونو د امنیت د تأمینولو لپاره یې تیاریانې نیولي او کومې برخې چې تر ګواښ لاندې دي په لږه موده کې به تر کنټرول لاندې راشي.

بل‌خوا د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تېرو انتخاباتو کې د انتخاباتو مؤقتو کارکوونکو ته تنخواګانې ورنه‌کړې او د انتخاباتو پرمهال له ښوونځیو کار واخېستل شوې.

د پوهنې وزارت وايي، تل یې دغه کمېسیون ته ویلي چې د دغې پروسې لپاره دې، ښوونځیو ته بدیل پیدا کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.